سیمه ییز خبرونه
د ټاکنو د رایو تفتیش لاهم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی
د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د رایو تفتیش لاهم له ګڼو ستونزو او مخالفتونو سره مخامخ دی. د ولسمشرۍ د کاندیدانو ټاکنیز ټیمونه وايي، چې د رایو د ابطال طرحه لاهم خپلې نیمګړتیاوې لري.
د ولسمشرۍ د کاندیدانو د څارونکو تر منځ د رایو د تفتیش پر شخړې او لفظي تاوتریخوالي د تفتیش پروسې ته بل ډول رنګ ورکړی.
د پکتیکا ولایت څخه د یوه صندوق، چې تر تفتیش لاندې و، په رای پاڼه کې د کارول شوې صحی علامې پر سر د نظر اختلاف پیدا شو.
مسئله د نظر له اختلاف ور اوړي او کاندیدانو څارونکي لفظي شخړې ته هم تیار دي.
د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم غړی محمد حلیم فدایي وايي، چې د ملګرو ملتونو استازي د رایو د ابطال په طرحه نه پوهېږی، نو ځکه ستونزې را منځته کېږی.
همدارنګه د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټیم غړی جنرال امرالله امان هم ګیله لري او وايي، چې د رایو په تفتیش کې لاهم ډېرې ستونزې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور بیا وايي، چې د رایو تفتیش د طرحې او چک لیست له مخې پر مخ ځي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند په وېنا تر اوسه نږدې ۳ زره صندقونه پلټل شوي او د بدخشان او بغلان د ځینو رایو پرته د رایو ټول صندقونه مرکزی دفتر ته را رسېدلي دي.