تازه خبرونه
د ټاکنو کمیسیون پخوانی مشر کابل ته راستون شو
د پخواني حکومت د ټاکنوکمیسیون رییس احمد یوسف نورستانی نن (سې شنبه د وږي ۱۴ ) کابل ته راستون شو.
احمد یوسف نورستاني له نورو سیاسي شخصیتونو او څېرو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او په خپل هېواد کې ژوند وکړي.
نوموړی وايي: درې کاله مخکې، چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی نهو، له روغتیايي ستونزو سره مخ شوم او د درملنې لپاره بهر ته تللی وم، تر دې مهاله زه د یوه داکتر تر درملنې لاندې یم او په هرو شپږ میاشتو کې باید لاړ شم او داکتر وګورم.
هغه زياته کړې: البته په بهر کې ځينې خلک خوښ دي، چې په هېواد کې امنيت ټينګ شوى؛ خو ځينې نور بیا شکايتونه لري.
له سیاسي شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون ویاند احمدالله وثیق وايي: له شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون بهیر په عادي ډول روان دی او هره اوونۍ هېواد ته د خلکو د راتګ شاهدان يوو او تر اوسه سلګونه کسانو د راستنېدو فورمې ترلاسه کړي او د اسنادو په تمه دي، چې چمتو شي او خپل هېواد ته راستانه شي.
یوسف نورستانی په ۱۳۹۸ لمریز لېږدیز کال کې د امریکا د یوې محکمې لهخوا د درغلۍ او د پیسو د پټولو په جرم محکوم شو او د امریکا د فدرالي محکمې د قاضي لهخوا د عامه پیسو د غلا پر جرم پر شپږ میاشتني بند محکوم شو او درې کاله تر څارنې لاندې و.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمه تر ۶۵۰ ډېر پخواني دولتي چارواکي او شخصیتونه د اړیکو کمیسیون له لارې کابل ته راستانه شوي دي.