1393ټاكنې

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون مشورتي کمیسیون نه دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي یووالي د حکومت د مشرانو یوه مهمه ژمنه عملي او د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون جوړ شو.

د دغه کمیسیون په لومړنۍ خبري ناسته کې هغه خبرې رد شوې، چې وایي، دغه بنسټ مشورتي رول لري.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون مرستیال په لومړنۍ خبري غونډه کې ویلي، چې د ولسمشر له خوا د خپور کړي فرمان په متن او د دغه کمیسیون د دندو په لایحه کې مشورتي کلمه نه ده راغلې او حکومت ځان ژمن بولي، چې پرېکړې یې عملي کړي.

ټاکل شوې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون په دوه کمیتو کې خپل کار تر سره کړي؛ یوه کمیته به د ټاکنو قوانین تعدیلوي او دوه یمه هغه به د ټاکنیزو کمیسیونونو پر جوړښتونو او د استخدام پر څرنگوالي کار وکړي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي وایي، له درغلیو څخه د مخنیوي په خاطر د ټاکنیزو قوانینو تعدیل او په ټاکنیزو کمیسیونونو کې سمونونه مو لومړیتوبونه دي.

د ولسمشر د فرمان له مخې کمیسیون په درې میاشتو کې باید خپل کار بشپړ کړي؛ خو د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون چارواکي وایي، د کارونو د دوام په صورت کې یه د دغه کمیسیون کاري ماموریت وغزول شي.

خبریاله: فروتن

Trending

Exit mobile version