تازه خبرونه
د ټرمپ حکومت د بهرنیو مرستو ځینې پروګرامونه بیا پیلوي
په راپور کې د هغو هېوادونو ترڅنګ، چې د خوراکي توکو د بېړني مرستې پروګرامونه به بیا په کې پیل شي؛ د افغانستان نوم ندی یاد شوی.
رویټرز خبري سرچینې د ۶ باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د ټرمپ ادارې د سېشنبې پر ورځ( د وري نولسمه) پرېکړه وکړه، چې د امریکا د بهرنیو بېړنیو مرستو لږ تر لږه ۶ لغوه شوي پروګرامونه بیا پیل کړي.
په راپور کې د هغو هېوادونو ترڅنګ، چې د خوراکي توکو د بېړني مرستې پروګرامونه به بیا په کې پیل شي؛ د افغانستان نوم ندی یاد شوی.
د USAID مرستیال مدیر جرمي لوین، چې پخوا د میلیارډر ایلان ماسک د حکومت د موثریت څانګې غړی و؛ په یوه داخلي برښنالیک کې له کارمندانو وغوښتل، چې د دندې له پای ته رسولو څخه لاس واخلي.
پېنځه سرچینو رویټرز ته ویلي؛ د ټرمپ اداره هوډ لري، چې لبنان، سوریه، سومالیا، اردن، عراق او ایکوادور ته د بېړني خوراکي مرستو پروګرامونه بیا پیل کړي.
له دې موضوع خبرو دوه سرچینو ویلي، چې حکومت د آرام سمندر په سیمه کې د مهاجرت نړیوالې ټولنې ته څلور جایزې بیا پیل کړې دي.
لوین د سېشنبې پر ورځ د رویټرز په یوه داخلي برښنالیک کې ولیکل: “د ټولو جایزو په اړه بښنه غواړم. هغه زیاته کړې: “ډېری دخیل اړخونه حقونه لري او مونږ باید د سیالۍ لپاره د ګټو توازن وساتو- دا زما ګناه ده او زه یې مسوولیت پر غاړه اخلم.”
د بهرنیو مرستو پروګرامونو کې د کمښت له لومړني پړاو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو لخوا لغوه شوي ډېری پروګرامونه معافیتونه ترلاسه کړل.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا وروستۍ پرېکړه نه منعکس کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سمدلاسه د جایزو بېرته ورکولو په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.
دوو سرچینو وویل چې د ځینو مرستو د بیرته ورکولو پریکړه د ادارې او کانګرس له فشار وروسته وشوه.
د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالاتو دې پروګرام ته خبر ورکړی، چې په ۱۴ هېوادونو کې د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې بندوي او دا ګواښ یې هم کړی: “که پلي شي؛ نو دا د هغو میلیونونو خلکو لپاره د مرګ سزا کیدی شي، چې له سختې لوږې او بېوسۍ سره مخ دي.”
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي بروس د سېشنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، چې امریکا اندېښمنه ده، چې د یمن او افغانستان لپاره د نړیوال خوراکي پروګرام تمویل حوثیانو او اسلامي امارت ته ګټه رسوي.
امریکا د اسلامي امارت او یمن له واکمنو سره مرستې بندې کړې دي. واشنګټن د دواړو هېوادونو لپاره، چې له کلونو څخه ویجاړونکې جګړې ځپلي دي؛ تر ټولو لوی مرستندوی و.
جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ پر شلمه د خپلې واکمنۍ د دوهیم پېر له پیل سره میلیارډونه ډالر بهرنۍ مرستې لغوه کړې دي، چې پروړاندې یې اعتراضي غږونه هم پورته شول.
ویل کیږي، چې رویټرز خبري سرچینې یوه ورځ مخکې راپور ورکړ؛ د ټرمپ حکومت د افغانستان، یمن، سومالیا او سوریې په ګډون له ۱۲ څخه زیاتو هېوادونو ته د ژوند ژغورنې مرستې پروګرامونه پای ته رسولي، چې ټولټال بودجه یې له ۱.۳ میلیارډ ډالرو څخه زیاته ده.
