تازه خبرونه

د ټرمپ حکومت د سفر محدودیتونه ۳۶ نورو هېوادونو ته هم غځوي

د رویټرز د راپور له مخې؛ هغه هېوادونه، چې د ویزې له بندیز یا نورو محدودیتونو سره مخ کېدی شي ۲۵ افریقایي هېوادونه؛ د امریکا مهم متحدین لکه مصر او جیبوټي او همدارنګه د  کارابین د حوزې ځینې هېوادونه، مرکزي آسیا او د آرام سمندر یو شمېر هېوادونه په دې نوي نوملړ کې راغلي دي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت د حکم له مخې؛ د ټرمپ حکومت په پام کې لري، چې دې هېواد ته د ۳۶ نورو هېوادونو د وګړو د ننوتلو مخه ونیسي او یا پرې محدودیتونه ولګوي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ هغه هېوادونه، چې د ویزې له بندیز یا نورو محدودیتونو سره مخ کېدی شي ۲۵ افریقایي هېوادونه؛ د امریکا مهم متحدین لکه مصر او جیبوټي او همدارنګه د  کارابین د حوزې ځینې هېوادونه، مرکزي آسیا او د آرام سمندر یو شمېر هېوادونه په دې نوي نوملړ کې راغلي دي.

دا حکم، چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو لخوا لاسلیک شوی او د شنبې پر ورځ (د غبرګولي څلیریشتمه) په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا ډیپلوماتانو ته لیږل شوی؛ اړوند هېوادونو ته ۶۰ ورځې وخت ورکوي، چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا ټاکل شوي نوي معیارونه او اړتیاوې پوره کړي.

هغه هېوادونه، چې په دې یاددښت کې رانغښتل شوي دا دي: انګولا، انټيګوا او باربوډا، بنین، بوټان، بورکینا فاسو، شنه دماغه، کمبوډیا، کامرون، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، جیبوتي، ډومینیکا، ایټوپیا، مصر، ګابون، ګامبیا، غنا، عاج ساحل، قرغزستان، لایبریا، مالاوي، موریټانیا، نایجر، نایجیریا، سنټ کیټس او نویس، سنټ لوسیا، سائو ټومي او پرنسیپ، سنګال، سویلي سوډان، سوریه، ټانزانیا، ټونګا، تووالو، یوګانډا، وانواتو، زامبیا او زیمبابوې.

له دې مخکې امریکا د افغانستان، میانمار، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوایي ګیني، اریټریا، هایټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن پر وګړو بشپړ بندیز لګولی و. امریکا د برونډي، کیوبا، لاوس، سیرا لیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا مسافرینو هم په جزوي ډول دې هېواد ته پر ننوتلو بندیز لګولی و.

ډیموکراټانو او د ټرمپ د حکومت نورو منتقدینو د ځینو هېوادونو پر وړاندې د سفر پراخ بندیزونو د حکم  صادرولو لپاره د نورو رټنه او تعصب ګڼلی دی.

Trending

Exit mobile version