نړۍ
د ټرمپ ځانګړی استازی به مسکو ته په سفر کې له روسي چارواکو سره وګوري
رویټرز راپور ورکړی، چې په واشنګټن کې امریکایي چارواکو د ویټکوف د سفر په اړه لږ جزئیات وړاندې کړي دي.
یوې امریکایي سرچینې ویلي، چې د چارشنبې پر ورځ (د زمري پېنځلسممه) به د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکوف به مسکو ته په سفر کې له روسي چارواکو سره وګوري.
رویټرز راپور ورکړی، چې په واشنګټن کې امریکایي چارواکو د ویټکوف د سفر په اړه لږ جزئیات وړاندې کړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د سېشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: “ولسمشر منلې، چې ځانګړی استازی ویټکوف به روانه اوونۍ روسیې ته سفر وکړي؛ ځکه، نو مونږ موضوع له همدې دریځه تائیدوو.”
هغې زیاته کړې: “خو د دې سفر د جزئیاتو په اړه هیڅ معلومات نلرم.”
دغه راز د روسیې دولتي خبري سرچینې تاس د هوايي چلند سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ ګومان کوو هغه الوتکه، چې ویټکوف لېږدوي؛ د امریکا له خاورې وتلې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې په وروستیو اوونیو کې یې د ولادمیر پوتین له هڅو ناراضه دی؛ هغه ته یې د جمعې تر ورځې وخت ورکړی، چې په اوکراین کې د سولې پر لوري کوټلی ګام پورته کړي. پرته له دې به له سختو بندیزونو سره مخ شي.