تازه خبرونه
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون له زیانمنونکیو افغانانو سره خپلې مرستې روانې ساتي
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون ويلي، چې د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون له زیانمنونکیو افغانانو سره خپلې مرستې روانې ساتي.
د دې فدراسیون عمومي منشي رو ري، چې کابل ته په سفر راغلی؛ د سې شنبې پر ورځ یې په یوه رسنیزه ناسته کې ويلي، چې دوی له زیانمنونکیو سره د رواني درملنې په برخه کې او همدا راز له اړمنو کورنیو سره به خپلې مرستې روانې وساتي.
د ټولنیزو مرستندویانو د نړیوال فدراسیون عمومي منشي او مرستیاله یې، چې له ناروې هېواده کابل ته راغلي؛ دغه راز یې په کابل کې له یو شمېر ټولنیزو مرستندویه بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون عمومي منشي رو ری وایي: مونږ د افغانستان وضعیت له نږدې ولیده او پوهیږو، چې میرمنې او ماشومان اوس نړیوال ملاتړ ته ډېر اړ دي او مونږ د دې موسسې د نړیوال شریک په توګه د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ روان ساتو.
د ټولنیزو مرستندویانو د نړیوال فدراسیون مرستیاله آنا رادولسکو څرګندوي: مونږ د اوږدمهال لپاره له میرمنو، ماشومانو او د افغانستان له بشري ټولنې ملاتړ کوو، چې دوی ټولیزې آرامتیا او هوساینې ته ورسېږي.
د افغانستان د مرستندویانو فدراسیون رییس مسعود ایوبي هم په دې ناسته کې د ټولنیزو مرستندویانو د نړیوال فدراسیون د غړیتوب غوښتنه وکړه.
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون په افغانستان کې له اړمنو او بېوزلو سره د مرستې رسونې او همدا راز د رواني درملنې په برخه کې هڅې تر سره کوي.
