تازه خبرونه

د ټولو افغان ځواکونو خوشې کول، د بندیانو د تبادلې اړین اړخ دی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۵, ۱۳۹۹)

د ولسمشرۍ ویاند ویلي؛ حکومت د افغانانو خپلمنځي خبرو ژر پیل ته ژمن دی، خو د افغان دولت لپاره د طالبانو له بنده د ټولو افغان ځواکونو خوشې کول د بندیانو په تبادله کې اړین اړخ دی.

ټاکل شوې وه، چې د یکشنبې پر ورځ افغان حکومت د څو سوه طالب بندیانو د خلاصون په اړه پرېکړه وکړي؛ خو د ورځې په پای کې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړه، چې نور بندیان به د طالبانو له لوري د افغان ځواکونو د بندي منسوبینو او سرتېرو له خلاصولوو سره خلاص شي.

د افغان حکومت په اعلامیه کې راغلي؛ طالبان دې هم د افغان ځواکونو بندیان خوشې او تاوتریخوالی کم کړي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي په یوه تویت کې څرګنده کړې، چې حکومت د سولې خبرو پیل، ثبات او د جګړې پای ته ژمن دی؛ خو د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پوره خوشې کول د افغانستان خلکو او حکومت ته د بندیانو تبادله د دې بهیر د بنسټیز اصل په توګه ارزښت لري. 

 

طالبان بیا افغان حکومت په دوسیو جوړولو او د بندیانو په خلاصون کې د ننګونو پر جوړولو تورنوي.

د ولسي جرګې غړی گل احمد نورزاد  وایي، چې د دوحې هوکړه له لومړي سره ستونزمنه وه. اوس باید دواړه خواوې یو او بل ته سره تېر شی او زندانیان خوشې کړي.         

د مخالفتونو اصلي ټکی د شاوخوا سل طالب بندیانو کیسه ده، چې خطرناک کسان ګڼل شوي او په خونړیو بریدونو کې پر لاس لرلو تورن دي؛ خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند آریانا نیوز ته ویلي، چې حکومت دوسیې جوړوي او د بندیانو د خلاصون په بهیر کې خنډونه را پورته کوي.

سیاسي شنونکی سید اسحاق گیلاني ویلي: د افغانستان حکوممت باید پوه شي، چې امریکایانو له طالبانو سره د بندیانو د خوشې کولو هوکړه کړي. نه پوهیږم، چې د حکومت ټینګار د څه لپاره دی.

له څو اوونیو راپدیخوا د طالبانو او حکومت تخنیکي ډلو د بندیانو پر خلاصون کار روان ساتلی او د حکومتي معلوماتو له مخې؛ تر دې مهاله نږدې څلور زره بندیان آزاد شوي او طالبانو هم ویلي، چې له اووه سوه ډېر حکومتي بندیان یې خوشې کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبان افغان حکومت پر دوسیو جوړولو او د بندیانو په خلاصون کې د ننګونو په رامنځته کولو تورنوي.

د طالبانو پخواني غړي سید اکبر آغا ویلي، چې که بندیان خوشې شي؛ نو د خبرو وخت به هم ژر وټلکل شي.      

تمه ده، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې په دوحه کې روانه میاشت پیل شي؛ خو مخکې له هغې ۵ زره طالب بندیان او زر حکومتي بندیان باید خوشې شي.

Trending

Exit mobile version