ساینس او ​​ټیکنالوژي

د ټویتر نیلي نښې لرونکی به د میاشتې ۸ دالره تادیه کوي – ماسک

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۱, ۱۴۰۱)

د ټویتر نوي اخیستونکي ایلان ماسک څرګنده کړه، چې پر اعلاناتو  او عایداتو د انحصار له مخې د ټویتر نیلي نښې لرونکی به د میاشتې ۸ دالره شرکت ته سپاري.

څلور ورځې مخکې ماسک د ۴۴ میلیارد دالرو په بدل کې د تویتر مالک ته وسپارلې او د دغې شبکې لوړپوړي مدیران یې له دندو وشړل.

هغه د سې شنبې پر ورځ ( د لړم ۱۰ ) تویت وکړ، چې د تویتر شرکت اړتیا لري عاید ډېر کړي او د دې هدف لپاره د نیلي نښه لرونکيو حسابونو لرونکی باید هره میاشت اته دالر تادیه کړي.

تمه ده، چې مسک به د دې ټولنیزې شبکې نورې برخې او د هغې په پالیسیو او قواعدو کې یو څه بدلون راولي.

په تویتر کې د یو کس د نوم تر څنګ نیلي نښه یا تیک دا معنی لري، چې پاڼه تائید شوې پاڼه  او شرکت پرې حساب کوي.

تویتر اوسمهال د ډېرو کاروونکیو لپاره وړیا دی.

ماسک د سې شنبې پر ورځ ویلي: د نیلي بیج پېرودونکي به په ځوابونو، کړنو او لټون کې لومړیتوب ولري او به وکولی شي اوږدې ویدیوګانې او آدیو پوست کړي.

ماسک زیاته کړې؛ همدارنګه د کاروونکیو نیمایي برخه خبرتیاوې ګوري.

دا په داسې حال کې ده، چې د تویتر ۸۰ سلنه څخه ډېر کاروونکیو په یوه وروستۍ سروې کې ویلي، چې دوی به د نیلي نښې لپاره پیسې نه ورکوي. شاوخوا ۱۰ سلنې ویلي، چې دوی غواړي په میاشت کې پېنځه دالر تادیه کړي.

Trending

Exit mobile version