سیمه ییز خبرونه

د پاكستان حكومت او استخبارتي شبكه د افغانستان په اړه همغږي نه دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له يوې خوا د پاكستان لومړى وزير د اړيكو د پراخيتا په موخه كابل ته راځي او له بلې خوا د افغانستان ختيځي سيمې د پاكستان د استخبارتي شبكې لخوا په توغنديو ويشتل كيږي.

يو شمېر افغان كاركوونكي په دې باور دي، چې د پاكستان ملكي حكومت تر هغې د افغانستان د سولې له بهير سره همكاري نشي كولى، چې د پاكستان استخبارات افغانستان ته د دوستې لاس اوږد نه كړي.

سياسي كارپوه امرالله امان كابل ته د پاكستان د لومړي وزير د سفر په مهال د افغانستان پر خاوره توغنديز بريد د افغانستان په وړاندې د پاكستان د پوځي او استخباراتي حكومت بې وفايي گڼي .

رپوټونه وايي، چې په وروستيو څو ورځو كې د افغانستان پر خاوره لږ تر لږه اويا توغندي ويشتل شوي دي.

سياسي كارپوه مير احمد جوينده په دې باور دي، چې تر اوسه د پاكستان د ملكي حكومت، پوځ او استخباراتو تر منځ له افغانستان سره د صادقانه همكارۍ لپاره همغږي نه ده را منځته شوې.

دا لومړى ځل نه دى، چې پاكستان پر افغانستان توغنديز بريدونه كوي. له دې وړاندې هم پاكستان ورته عمل تر سره كړى او افغان حكومت په كراتو كراتو خبردارى وركړى، چې دا ډول توغنديز بريدونه به د دواړو هېوادونو اړيكي خرابې كړي؛ خو پاكستان په وقفه يي توگه د افغانستان پر خاروه د توغنديو بريدونه تر سره كوي.

Trending

Exit mobile version