سیمه ییز خبرونه
د پاكستان ديني عالمان بايد اسلامي مسايل سياسي و نه گڼي- قاسميار
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي:
په كابل كې د افغانستان او پاكستان د ديني عالمانو ناسته اسلامي بڼه لري؛ خو د پاكستان ديني عالمان په اسلامي مسايلو كې سياسي پرېكړې كوي.
ټاكل شوې وه، چې په كابل كې د تاوتريخوالي د غندلو او د جگړې د پاى ته رسولو په موخه يوه گډه ناسته تر سره شوې واى، خو دا ناسته د پاكستان د ديني عالمانو له خوا تحريم شوه.
ځينې كارپوهان وايي:
تمه همدا وه، چې پاكستاني عالمان به دا ناسته تحريموي.
داسې هيلې موجودې وې، چې په راتلونكې ميلادي مياشت كې به د افغانستان او پاكستان ۵۰۰ ديني عالمان په يوه غونډه كې راټول، په افغانستان كې به تاوتريخوالى وغندي او له جگړې څخه د وتلو لارې چارې به په ډاگه كړي، خو دا انتظار په نهيلى بدل شو.
د پاكستان د عالمانو مشر د افغانستان د عالمانو شورا مشر ته يو ليك استولى، چې په كې په ځينو افغان ديني عالمانو تورلگول شوى، چې د طالبانو په اړه ناسمې څرگندونې كوي.
د پاكستاني عالمانو مشر وايي:
په كابل كې به د عالمانو ناسته د سولې د ناستې په ځاى پر طالبانو يو اړخيز بريد وي.
مفتي ابوحريره محى الدين په ډاگه كړې، چې:
هغو ته ويل شوي ول كه دغو د درې ټكو اجندا ته، چې له چا ملاتړ او د بل لوري مخالفت ونه شي او د چا پرضد خبرې ونه كړي په دې غونډه كې گډون كوو.
د افغانستان د سولې شورا د بهرنيو اړيكو سلاكار محمد اسماعيل قاسميار وايي:
د پاكستانيو عالمانو دې تحريم د افغانستان د سولې شورا اندېښنه را پارولې ده .
له تېرو دوه كلونو را پديخوا پاكستانيو چارواكو تل ويلي، چې په افغانستان كې ثبات د پاكستان د ثبات لامل گرزي او په دې برخه كې يې له افغان حكومت سره د مرستې ژمنې هم كړې، چې تراوسه نه دي عملي شوې.
سياسي كارپوه وحيد مژده وايي:
د پاكستانيو علماوو دې پرېكړې د طالبانو په اړه د دوى دريځ روښانه كړ.
په كابل كې د افغانستان او پاكستان د عالمانو د غونډې جوړولو پرېكړه درې مياشتې مخكې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د هوكړې په ترڅ كې شوې وه؛ خو اوس داسې ښكاري، چې د پاكستانيو عالمانو د تحريم له كبله ښايي دا غونډه جوړه نه شي.
