سیمه ییز خبرونه
د پاكستان يوه ځانگړې حكومتي كړۍ د افغانستان په ناامنيوكې لاس لري- جنرال عظيمي
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، چې:
په افغانستان كې د امن او ثبات د ټينگښت لپاره په كارده، چې نړيواله ټولنه د ترهگرو اصلي مركزونه او پټنځايونه په نخښه كړي.
د ملي د فاع وزارت وياند ظاهرعظيمي وايي، چې:
د پاكستان يوه ځانگړې حكومتي كړۍ تروريزم تمويلوي او ترهگرروزي، چې د افغانستان د ناامنيو تر شا هم د همدغې كړۍ لاس دى.
په افغانستان كې د آيساف ځواكونو وياند له پاكستان وغوښتل، چې له ترهگرو ډلو سره اړيكې پرې كړي.
د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال عبدالعزيز كريمي څرگنده كړې، چې :
د افغانستان د ناامنيو په باب د افغان چارواكو د پرلپسې څرگندونو په بهير كې دا ځل د افغانستان ملي دفاع وزارت او په افغانستان كې آيساف ځواكونو هم پاكستان ته گوته ونيوه، چې د افغانستان په ناامنيو كې لاس لري.
د ملي د فاع وزارت وياند ظاهرعظيمي او د آيساف وياند كريسټين جاكوبسن د چارشنبې په ورځ(د تلې ۲۰) خبري رسنيو ته وويل، چې:
پاكستان له ترهگرو ډلو سره مرسته كوي، روزي يې او تمويلوي يې؛ نو، ځكه په افغانستان كې جگړه نه دريږي.
د ملي دفاع وزارت وياند زياتوي، چې:
نړيواله ټولنه او په ځانگړې توگه نړيوال پوځونه كه د ترهگرو پټنځايونه او مركزونه، چې له ډيورند كرښې پورې غاړه دي؛ په نخښه نكړي، نو په افغانستان كې ثبات نه شي راتلاى.
په كابل كې د آيساف ځواكونو وياند هم د حقاني له ډلې سره د پاكستان د استخباراتي شبكې ملاتړ تائيدوي او وايي:
پاكستان بايد د ترهگرو ډلو ملاتړ ونكړي؛ ځكه، چې دا د افغانستان او پاكستان گډ دښـمن دى. پاكستان ته پكار ده، چې د دغو شبكو په له منځه وړلو كې له نړيوالې ټولنې سره مرسته وكړي.
دا په داسي حال كې ده، چې د امريكا پوځ پخواني لوى درستيز مايك مولن د لومړي ځل لپاره له حقاني شبكې سره د پاكستان د استخبارتي ادارې له همكارۍ پرده پورته كړې. د هغه له څرگندونو او په كابل كې د سولې د عالي شورى د رييس له وژل كېدو وروسته د امريكا او پاكستان – پاكستان او افغانستان اړيكې ترينگړې شوې دي.