تازه خبرونه
د پاچا سلمان خیریه بنسټ له ایران څخه راستنو شویو ۶۰ زره کورنیو ته د مرستې بهیر پیل کړ
د دې بنسټ چارواکو ويلي؛ هغه کورنۍ، چې تازه له ایران څخه راستنې شوې دي؛ له لومړیتوب برخمنې دي.
هغه کورنۍ، چې تازه د ایران له کډوالۍ هېواد ته راستنې شوي؛ د پاچا سلمان خیریه بنسټ ورته د خوراکي توکو د کڅوړو وېشلو پروسه پیل کړې او هره ورځ ۵۰۰۰ کورنیو ته دا مرستې وېشل کیږي.
د دې بنسټ چارواکو ويلي؛ هغه کورنۍ، چې تازه له ایران څخه راستنې شوې دي؛ له لومړیتوب برخمنې دي.
د پاچا سلمان خیریه بنسټ د مرستو د وېش مسوول عبدالرحمن الفضلي ویلي: دا مرستو لومړی هغو کډوالو ته وېش کیږي، چې له ایران څخه راستنې شوې دي او دا بهیر به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شي، چې شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ به له دې مرستو برخمنې شي.
په هرات کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس آدم خان سعد ټینګار کړی؛ راستنېدونکې کورنۍ خوړو او لومړنیو خوراکي توکو ته پوره اړتیا لري او دوی له نورو خیریه بنسټونو هم غواړي، چې ورسره ورته مرستې وشي.
د هرات اوسېدونکی علي احمد ویلي؛ له ایران څخه راستنېدیونکي کډوال خوراکي توکو او سرپنا ته اړتیا لري. دا مرستې کولی شي تر یوه بریده د کډوالو ستونزې حل کړی.
دوی وايي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره هیڅ نلري او ټوله شتمني یې په ایران کې پاتې شوې ده.
هغه کورنۍ، چې لږ تر لږه په تېره یوه میاشت کې هېواد ته راستنې شوې دي؛ اوس لومړنیو خوراکي توکو او سرپناه ته اړتیا لري.
