بی بی سی پښتو

د پاکستاني طالبانو په اړه د افغانستان،‌ پاکستان او هند دیپلوماتیک جنجال

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې ماښام (جون پنځمه) په یوه مفصله اعلامیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا په کلکه رد کړې چې ګواکې پاکستاني‌ طالبان د هند په مرسته د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي،‌ او له هغه ځایه پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.‌

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، “تحریک طالبان پاکستان” د افغانستان د ملي‌ امنیت پالیسۍ له مخې یوه ترهګره ډله ده او لاسونه یې د افغانانو په وینو ککړ دي.

اعلامیه زیاتوي چې، پاکستاني طالبان او ملاتړې ډلې یې له پیله د افغان حکومت او خلکو پر ضد جنګېږي،‌ او ګڼ‌ مشران او غړي یې افغانستان کې د جګړې په ډګر کې وژل شوي‌ او یا هم نیول شوي دي.‌

اصله ناندرۍ له کومه پیل شوه؟

Getty Images
د امنیت شورا وایي، طالبانو تر دې وروستیو هم له القاعدې سره اړیکې پاللې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې څو ورځې وړاندې په خپل کلني رپوټ کې وویل چې افغان طالبانو په ۲۰۱۹ او بیا د ۲۰۲۰ کال په لومړیو میاشتو کې هم له القاعدې سره اړیکې درلودې، او القاعده په دې موده کې د طالبانو په مرسته په افغانستان کې یو ځل بیا ځواکمنېدله.

په دې رپوټ کې همدا راز راغلي‌ وو چې سلګونه پاکستاني‌ جنګیالي په افغانستان ک د القاعدې او طالبانو ترڅنګ جګړه کوي.‌

د امنیت شورا رپوټ همدا راز په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په لیکو کې هم د پاکستاني‌ جنګیالیو شتون ته اشاره کړې وه.‌

رپوټ کې راغلي وو چې تحریک طالبان پاکستان،‌ جیش محمد او لشکر طیبه په څېر پاکستانۍ وسلوالې ډلې د افغانستان په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې فعالیت کوي.‌

دې رپوټ ته د هند او پاکستان غبرګونونه:

Getty Images
د ملګرو ملتونو له رپوټ وروسته هند او پاکستان پر یو بل تورونه لګولي دي

د دې رپوټ له خپرېدو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند انوراګ شريواستو تېره سې شنبه رسنیو سره خبرو کې وویل چې پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ مرکز دی.‌

ښاغلي شریواستو تور پورې کړ چې ګڼې ترهګرې ډلې په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او افغانستان ته وسله وال لېږي.‌

د هند د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید په دې اړه له پاکستانه پوښتنه وکړي او پر دې هېواد د بندیزونو پر لګولو غور وکړي.‌

د نوموړي د دې څرګندونو په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې تور پورې کړ چې په اصل کې هند په افغانستان کې د پاکستان پر ضد وسله والو سره مرسته کوي.‌

د پاکستاني‌ حکومت په اعلامیه کې ادعا شوې چې د ملګرو ملتونو رپوټ د پاکستان د دې دریځ ملاتړ کوي چې پاکستاني طالبانو د افغانستان له خاورې او د هند په مرسته د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې همدا راز یادونه شوې چې هندي جنګیالي په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې سره یو ځای شوي‌ دي.‌

پاکستان همدا راز تور پورې کړی چې هند د افغان سولې بهیر ګډوډول غواړي،‌ خو پاکستان نړیواله ټولنه له دې ګواښه خبره کړې ده.‌

د پاکستان ادعاو ته د افغانستان غبرګون:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دې اعلامیې یوه ورځ‌ وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا په کلکه رد کړه چې ګواکې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد کارول کېږي.‌

افغان حکومت ویلي،‌ افغانستان کې د پاکستاني‌ طالبانو د مشرانو وژنه او همدا راز د افغان حکومت لخوا د تحریک طالبان پاکستان، لشکر طیبه، د ختیځ ترکستان اسلامي‌ غورځنګ، د ازبکستان اسلامي‌ خوځښت او داعش خراسان ډلې سلګونو جنګیالیو نیول کېدل د ترهګرۍ پر ضد د افغانستان هوډ ثابتوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې هېڅ‌ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي،‌ او سیمې پر هېوادونو یې هم غږ کړی چې د افغان سولې په بهیر کې مرسته وکړي‌ او رغنده رول پکې ولوبوي.‌

اعلامیه زیاتوي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله به په دې مانا وي‌ چې ترهګرې ډلې به ونشي‌ کړای چې په سیمه کې له جنایي ډلو،‌ د نشه یې توکو کاروباریانو او انساني قاچاقبرو سره اړیکې ټینګې کړي‌ او سیمې ته ګواښ پېښ کړي.‌

Trending

Exit mobile version