سوداگري
د پاکستان الفلاح بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه پای ته رسوي
د پاکستان ورځپاڼې بزنس ریکارډر راپور ورکړی؛ ټاکل شوې، چې غضنفر بانک د الفلاح بانک شتمني وپېري.
الفلاح بانک د پاکستان یو لوی سوداګریزو بانک ویلي، چې په افغانستان کې یې د خپلو فعالیتونو د درولو په بهیر کې نوی پرمختګ کړی دی.
د پاکستان ورځپاڼې بزنس ریکارډر راپور ورکړی؛ ټاکل شوې، چې غضنفر بانک د الفلاح بانک شتمني وپېري.
د پاکستان سوداګریز راپورونه ښیي، چې دا بانک د سېشنبې پر ورځ د پاکستان (PSX) ته د دې موضوع په اړه خبر ورکړ.
د پاکستان مرکزي بانک (SBP) غضنفر بانک ته د اصولي منظورۍ اجازه ورکړې، چې د لازمې څېړنې (Due Diligence) بهیر پیل کړي او د افغانستان مرکزي بانک هم ورته اجازه ورکړې ده. له همدې کبله الفلاح به غضنفر بانک ته اجازه ورکړي، چې دغه بهیر پر مخ یوسي.