تازه خبرونه
د پاکستان جماعت اسلامي امير د اسلامآباد او کابل د خبرو غوښتنه وکړه
حافظ نعیمالرحمن د دوشنبې پر ورځ ( د لړم اوومه ) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د افغانستان خاوره باید په پاکستان کې د بریدونو لپاره ونهکارول شي.
د پاکستان جماعت اسلامي امیر حافظ نعیمالرحمن د اسلامآباد او کابل ترمنځ د خبرو له لارې د ستونزو د سولهییز حل پر اړتیا ټینګار کړی دی.
حافظ نعیمالرحمن د دوشنبې پر ورځ ( د لړم اوومه ) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د افغانستان خاوره باید په پاکستان کې د بریدونو لپاره ونهکارول شي.
هغه وړاندیز کړی، چې پاکستان، چین، ایران، افغانستان، ترکیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه دې په سیمه کې د اقتصادي وضعیت د ښهوالي او سولې لپاره یوه نوې ډله جوړه کړي.
دمګړۍ د اسلامآباد او کابل اړیکې د امنیتي مسایلو له کبله ترینګلې شوې دي.
پاکستانيو چارواکو تل ادعا کړې، چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو لپاره کارول کیږي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې ردوي، چې افغانستان د پاکستان د “امنیتي ناکامۍ” مسوول ندی.
