سوداگري
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر د ډیورند کرښې د لارو د بېرته پرانیستو غوښتنه وکړه
دغه راز نوموړي د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د ځانګړو سوداګریزو سیمو د جوړېدا غوښتنه هم وکړه.
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیمالرحمن د ډیورند فرضي کرښې د لارو د بېرته پرانیستو غوښتنه کړې او څرګندوي، چې دا کار د پاکستان د اقتصاد د ښهوالي او پر خلکو د فشار د کمېدا لپاره اړین دی.
هغه د بلوچستان په ژوب سیمه کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال داسې وړاندیز وکړ؛ د قبایلي مشرانو او سوداګرو ګډه کمیټه دې جوړه شي، چې د سوداګرۍ په بیا راژوندي کولو او د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د ثبات په ساتلو کې مرسته وکړي.
دغه راز نوموړي د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د ځانګړو سوداګریزو سیمو د جوړېدا غوښتنه هم وکړه.
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر د ډیورند فرضي کرښې د اوسني مدیریت پر سیاستونو د نیوکې ترڅنګ ویلي؛ لارې د خوښې پر بڼه او د محدودو کسانو د ګټې لپاره پرانیستل کېږي. په داسې حال کې، چې زرګونه نور کسان اوس هم اقتصادي زیانونه ویني.
د یادونې ده، چې د ډیورند فرضي کرښې لارې له اووه میاشتو حخه د ډېر وخت لپاره پر افغانستان د پاکستان له بریدونو وروسته وتړل شوې او د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري درېدلې پاتې ده.