بی بی سی پښتو

د پاکستان دروازو تړلو افغان سوداګر څه باندې سل میلیون ډالر زیانمن کړي

Published

on

Getty Images

افغانستان کې اوس د تازه مېوې موسم دی، افغان سوداګر چې پخوا یې تر ډېره دا مېوه پاکستان ته لېږدوله اوس یې پر مخ دا دروازې تړلې دي.

دوی وايي، که دا دروازې خلاصې نه شي، ۶۰ سلنه کرنه زیانمېږي.

پاکستان تېر مارچ کې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره دروازې وتړلې.

د افغانستان د سوداګرو شورا وايي، پاکستان ته د صادراتو درې میاشتې په ټپه درېدو سوداګرو او بزګرانو ته څه باندې سل میلیونه ډالره زیان اړولی.

دا شورا زیاتوي مخکې د تورخم او سپین بولدک له دروازو هره ورځ پاکستان ته د تازه میوې او سبو (سبزي) ۵۰۰ ګاډي تلل، خو په تېرو درې میاشتو کې له دې دروازو هېڅ ګاډی نه دی وتلی.

* افغانستان له اروپا سره هوايي دهلېز پرانیست

* افغانستان به سعودي عربستان ته د میلیونونو ډالرو مېوه صادروي

* تورخم او بولدک لارې د یوې ورځې لپاره پرانیستل شوي

د دې شورا د مشر امید حیدري په وینا، اوس دوی اړ دي چې په کورني بازار کې په کمه بیه تازه میوې او سابه(سبزي) وپلوري:

“ورځانه څلور سوه پنځه سوه ګاډي پاکستان ته تلل، درې سوه د مېوې او دوه سوه یا یو سل اتیا د سبزي، اوس هیڅ صادرات نه لرو، پاکستان یو موټر هم نه پرېږدي چې ور شي”.

نوموړی وايي، اوس چې د مېوې موسم دی، باید د ورځې درې سوه ګاډي پاکستان ور پرېږدي:

“که پاکستان له درې سوه کم ګاډي ور پرېږدي، موږ ډېر زیانمېږو”.

Getty Images
افغان حکومت تېرو کلونو کې د مېوې صادرولو لپاره هوايي لارې پرانیستې، خو سوداګر یې ډېرې اغېزمنې نه بولي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، له پاکستان سره نسبي هوکړه شوې او تمه لري چې دا لارې د افغانستان مېوې او سبو ته بېرته پرانیستل شي.

د سوداګرۍ خونې د عامه اړیکو مسوول امین بابک بي بي سي ته وویل:

“حکومت او موږ له پاکستان سره پر خبرو یو او تمه لرو چې نږدې راتلونکي کې دا ستونزه حل شي”.

پاکستان تېر مارچ کې سپین بولدک او تورخم دروازې وتړلې، خو میاشت وروسته یې له خپلې خوا ګاډو ته پرانیستې.

د افغان سوداګرو په خبره، له پاکستان د ورځې نږدې پنځوس ګاډي افغانستان ته رځي، خو له دې خوا هیڅ نه ورځي.

نږدې ټرانسپورټي لار او د بازار ټیټ سټنډر هغه څه دي چې افغان سوداګر خپلې ۹۰ سلنه مېوې دغه هېواد ته صادرې کړي او نورې بدیلې لارې هم ډېرې نشته.

افغان حکومت تېرو کلونو کې د اروپا او منځني ختیځ په ګډون مختلفو هېوادونو ته د خپلو صادراتو لپاره هوايي لارې پرانیستې، خو سوداګر یې ډېرې اغېزمنې نه بولي.

Trending

Exit mobile version