تازه خبرونه

د پاکستان دفاع وزیرد یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف پر مشرۍ له لوړپوړي پلاوي سره وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې؛ ملا برادر د پاکستان د دفاع وزیر پر مشرۍ له لوړپوړي پلاوي سره پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي همکاریو بحث او خبرې وکړې.

ملا عبدالغني برادر د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ افغانستان او پاکستان باید له یو بل سره غوره سوداګریزې – اقتصادي اړیکې ولري او د سیاسي او امنیتي مسایلو ښکار نشي.

 دغه راز ملا برادر د هغو افغانانو پر خلاصون هم ټینګار کړی،، چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

هغه ویلي؛ په تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازم سهولتونه برابر او د عاجلو ناروغانو تګ راتګ ته ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي.

پاکستاني لوري په دې اړه د آسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ څرګند کړ او څرګندوي، چې اړوند وزارتونه او مؤظفې کمیتې به پرې کار وکړي.

دا سفر د تورخم پولې له تړل کېدو څلور ورځې وروسته ترسره شوی.

 د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د یکشنبې پر ورځ تورخم، چې له پاکستان سره یوه له مهمو سوداګریزو لاره ده؛ وتړله او اسلام‌آباد یې له ژمنو پر سرغړونې تورن کړ.

 د تورخم چارواکي وايي، د تورخم لار د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د تورخم کمیسار مولوي محمد صدیق ويلي، پاکستان پخپلو ژمنو عمل ندی کړی؛ نو، ځکه یې دروازه تړلې ده. هغه د افغانستان خلکو ته سپارښتنه کړې، چې تر بلې خبرتیا پورې دې په ختیځ ننګرهار ولایت کې سرحدي پولو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

مولوي محمد صدیق وایي: پاکستاني لوري خپلې ژمنې پوره نه‌کړې او د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو پر سپارښتنه دغه لویه لار وتړله.

 ویل کیږي، چې له پاکستاني لوري سره د لارې د پرانستلو په اړه خبرې روانې دي.

Trending

Exit mobile version