تازه خبرونه
د پاکستان د امنیتي ستونزو یوه برخه په افغانستان کې د کمزورې حکومتولۍ پایله ده
د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړی وزیر ويلي، اسلاماباد د افغانستان، سرحدي سیمو او د خیبرپښتونخواه ایالت پر واقعیتونو پوهېږي او تل د افغانستان د چارسمبالي حکومت وړتیا او اراده څاري.
په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلاماباد تر منځ د اړیکو له خرابېدو وروسته ظاهراً پاکستان د افغانستان پر وړاندې سخت او جدي دریځ خپل کړی دی.
لومړي وزیر د پاکستان دریځ او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شته ستونزو یوه برخه په افغانستان کې د کمزورې حکومتولۍ پایله بللې ده.
د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، چې د افغانستان نوي واکمن داسې ځواکمنه او وړ اداره نهلري، چې د سرحدي سیمو د څارنې وس ولري.
انوارالحق کاکړ زیاته کړې: مونږ د افغانستان د چارسمبالي حکومت قابلیت او وړتیا اندازه کړې، طالبان د یوې مرکزې ځواکمنې ادارې درلودونکي نهدي، پاکستان د افغانستان او د خیبرپښتونخوا د سرحدي سیمو واقعتونه درکوي او هر وخت د طالبانو وړتیا او نیت څاري؛ خو په افغانستان کې یو مرکزي ځواکمن دولت نهشته، ځکه له افغانستان څخه زیاته تمه نهشو کولی.
د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر دا هم ویلي، چې په نوي افغان حکومت کې د واک بېلابېلې طبقې شتون لري.
هغه ویلي: پاکستان په هر قیمت د خپلې خپلواکې خاورې دفاع کوي، خو په افغانستان کې دننه پوځي عملیات دا مهال نهشي تاییدولی او نه یې هم ردولی شي؛ په دیپلوماتیک ډګر کې باید دا حقایق له پامه ونهغورځوو، چې ایا افغانستان د لودیځو هېوادونو شل کلن پوځي حضور او د درې تریلیونو دالرو له لګښت سره د یو مرکزي حکومت درلودونکی دی؟ حقیقت دادی، چې لودیځو هېوادونو خپلې بسترې وتړلې او لاړل. اوس، چې په افغانستان کې کوم حکومت پاتې دی یو مشروع حکومت نهدی.
د افغانستان اسلامي امارت وايي، پاکستان باید په خپله خاوره کې ستونزې وڅېړي او پر افغانستان تورونه ونهلګیږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستان د خپل بام واورې پر افغانستان ور اچوي. په داسې حال کې، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه مهمه لار له شاوخوا یوې اوونۍ راپدیخوا تړلې ده او تر اوسه د تورخم دروازې د پرانیستلو په اړه خبرې هم کومې پایلې ته نهدي رسېدلي.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ7 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
