تازه خبرونه

د پاکستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر د چترال په برید کې د افغانستان لاس لرل رد کړل

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۸, ۱۴۰۲)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د جمعې پر ورځ ویلي؛ د چترال ترهګریز برید یوه پېښه وه او داسې نه ښکاري، چې د افغان چارواکو دې په کې لاس وي.

د سنا د بهرنیو چارو د کمیتې غونډې ته له وضاحت ورکولو وروسته جلیل عباس جیلاني له خبریالانو سره په یوه ناسمي ناسته کې ویلي؛ پاکستان په دغه هېواد کې د تروریستي بریدونو د زیاتېدو مسله، چې له افغانستان څخه سرچینه اخلي تر کتنې لاندې نیولې او دواړه لوري له یو او بل سره په اړیکه کې دي.

هغه ويلي: مونږ د افغانستان له چارسمبالي حکومت (اسلامي امارت) سره په خبرو کې یوو… خبرې اترې مثبتې پايلې لري.

همدارنګه هغه زیاته کړې، چې په چترال کې د پنجشنبې د ورځې ترهګریز برید یوه بېله پېښه وه. زه فکر نه کوم، چې د افغانستان چارسمبالي حکومت (اسلامي امارت) چارواکو دې اجازه ورکړې وي.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړې وه، چې د کالاش چترال په سیمه کې د افغانستان پولې ته څېرمه پر دوه پوځي پوستو د ترهګرو یوې لویې ډلې پر نویو وسلو سمبال څلور پاکستاني سرتېري ووژل، چې بیا له پوڅ سره په نښته کې ۱۲ ترهګر ووژل شول.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان د نورستان او کونړ ولایتونو په ګاوردیش، پتیګل، برګیمتال او بتاش سیمو کې د ترهګرو د تګ راتګ او راټولیدو ځایونه، چې مخکې کشف او پر ګوته شوي وه؛ همغه وخت د افغانستان له چارسمبالي حکومت (اسلامي امارت) سره مطرح شول. زمونږ زړورو سرتېرو پر زړورتیا سره جګړه وکړه او بریدونه یې پر شا وتمبول او ترهګرو ته یې درنده مرګ و ژوبله واړوله.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د جمعې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې له افغانستان سره د پولې پرانستل یا تړلو پورې اړه لري.

د تورخم دروازه د تېرې چارشنبې پر ورځ د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته تړل شوې ده.

زهرا بلوچ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو ډېره کچه د ترهګرو ډلو لاس ته ورغلې، چې اوس پاکستان ته ګواښ دی.

اسلامي امارت دا خبرې رد کړي، چې ګواکې د امریکا پوځي تجهیزات دې د ترهګرو ډلو لاس ته ورغلې وي او تل یې ټینګار کړی، چې هیچا ته به د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد د کارولو اجازه ورنه‌کړي.

Trending

Exit mobile version