تازه خبرونه

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۸, ۱۴۰۲)

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د یوولس کسیز پلاوي پر مشرۍ په اسلام‌آباد کې له مشورتي غونډې وروسته د افغانستان چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت) پر بلنه کابل ته سفر کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان پر موضوع او د کابل او اسلام‌آباد د اړیکو پر ښه کولو به خبرې وکړي.

پاکستاني رسنیو خبر زیاته کړې، چې د دغه هېواد یو شمېر دیني عالمان پرون کابل ته رسېدلي او ویل شوي، چې صلاح الدین ایوبي، مفتي ابرار، مولانا عبدالواسع، سلیم الدین شامزيي، مولانا امدادالله، مولانا ادریس حقاني، ملا جمال الدین محسود او د حقانیه مدرسې نوغړي د مولانا فضل الرحمن سره ملتیا کوي.

پاکستانی ازاد خبریال د راپورونو له مخې، د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر به د اسلامي امارت د رهبر په ګډون د چارسمبالي حکومت( اسلامي امارت ) له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پرموضوع سربیره به د ډيورند کرښې غاړو ته پر امنیت او سوداګرۍ هم خبرې وکړي.

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت هیله لري، چې د مولانا فضل الرحمن د مذهبي نفوذ له کبله به ښايي د حکومتونو اړیکې ښې شي او پر پاکستانيو ځواکونو به بریدونه کم شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ته د مولانا فضل الرحمن پر مشرۍ د پاکستاني پلاوي سفر ګټور بللی او وايي، چې دغه سفر کولی شي د دواړو هېوادونو تر منځ کړکېچ راکم او اړیکې ښې کړي.

مولانا فضل الرحمن په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې د ټي ټي پي د بریدونو له کبله د کابل او اسلام‌آباد اړیکې ترینګلي شوې دي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت په داسې حال کې کابل ته د دغه ستر دیني عالم د سفر پایلو ته سترګې پر لار دی، چې د اسلامي امارت له پرله‌پسې غوښتنو سره – سره  پخپل دریځ ټینګ ولاړ دي او د افغان کډوالو جبري ایستل یې روان ساتلي دي. ​

Trending

Exit mobile version