Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان د جنګ ګواښونه خطرناکه بې پروايي ده

خلیلزاد په ایکس پاڼه کې خبرداری ورکړ، چې د افرادو شخصي احساسات باید پر ملي پرېکړو سیوری ونه‌کړي؛ ځکه، چې دا کولی شي افغانستان او پاکستان دواړه ویجاړونکې او غیر ضروري جګړې ته راکاږي.

خپور شوی

د

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وروستۍ څرګندونې، چې افغانستان یې پر جګړې ګواښلی؛ “خطرناکه بې پروايي” وبلله.

خلیلزاد په ایکس پاڼه کې خبرداری ورکړ، چې د افرادو شخصي احساسات باید پر ملي پرېکړو سیوری ونه‌کړي؛ ځکه، چې دا کولی شي افغانستان او پاکستان دواړه ویجاړونکې او غیر ضروري جګړې ته راکاږي.

هغه لیکلي: “د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په ښکاره ډول افغانستان ته د جګړې ګواښ کړی دی. دا د خطرناکه بې پروايي ده. هغه د افغانانو او ان د پاکستان د پښتنو پر وړاندې له دښمنۍ ډکه څېره ده. آیا دا سمه ده، چې د یو کس احساسات پاکستان یوې ویجاړونکې جګړې ته بوځي؟!”

د امریکا پخواني استازي دا ټینګار هم کړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه به د دواړو هېوادونو پر زیان پای ته ورسیږي او باید مخنیوی یې وشي.

هغه لیکلي: “د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه د بایللو لوبه ده او باید ترې ډډه وشي.”

خلیلزاد زیاته کړې، چې د سیمې د ثبات لپاره یوازنۍ منطقي لار د خبرو اترو، همکارۍ او رغنده ډیپلوماسۍ لار ده. هغه یادونه کړې: “ډیپلوماسي، خبرې اترې، دوه اړخیز تړونونه او رغنده ګاونډیتوب ښه غوراوي دي.”

د خلیلزاد څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې یوې باخبرې سرچینې آریانا نیوز ته تائید کړې، چې په ترکیه کې له پاکستاني پلاوي سره په خبرو اترو کې د افغان مذاکراتي پلاوي د ۱۵ ساعتونو پرله‌پسې بحثونو وروسته تېره شپه ۲ بجې خپله وروستۍ مسوده پاکستاني لوري ته وړاندې کړې ده. په مسوده کې د پاکستان پر ژمنې ټینګار شوی، چې د افغانستان له ځمکني او هوايي حریم څخه سرغړونه نه‌کوي او د ډلو یا مخالفانو مخه نیسي.

سرچینې زیاته کړې، چې د اوربند له هوکړې د څارنې او د سرغړونو په اړه د معلوماتو د تبادلې لپاره څلور اړخیز کانال جوړولو ته هم لېواله دی. دا مسوده د منځګړو له‌خوا (پاکستان) ته او د سهار پر ۶ بجو دوی (افغانستان) ته د پاکستان مسوده وړاندې شوه.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د پلان له مخې نن د غرمې پر ۱۲ بجو به دواړه مذاکره کوونکي ډلې بیا له منځګړو سره وګوري، چې وروستۍ پایلې ته د رسېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند د تړون د پلي کولو لپاره لار اواره کړي.

تازه خبرونه

له ۱۰۰ ډېرو افغان سوداګرو او پانګه‌والو ازبکستان ته سفر وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.

Published

on

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د دغې خونې د مشرتابه او له سل ډېرو افغان سوداګرو او پانګه‌والو پر ګډون د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.

یادې خونې ویلي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول، د پانګونې هڅول او د اوږدمهالو اقتصادي همکاریو پیاوړي کول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه نور اغېزمن نه‌دي – هند

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټه‌نني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نه‌لري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.

Published

on

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي ویلي، چې د افغانستان په سیاسي وضعیت کې له پراخو بدلونونو سره اوس هغه وخت رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه د دې هېواد پر وړاندې د ملګرو ملتونو پر اوسنيو بندیزونو بیاکتنه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټه‌نني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نه‌لري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان سیاسي وضعیت د پخوا پر پرتله د پام وړ بدلون کړی او د تنبیهي تګلارو دوام د شته ننګونو په اواري کې مرسته نه‌شي کولی.

د هند استازي همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د موندنو پر ډاډ ویلي، چې دغو بریدونو ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ‌ او ژوبله اړولې ده.

هریش په خپلو څرګندونو کې پاکستان تورن کړی، چې د افغانستان پر وړاندې یې سوداګریز او ټرانزیټي محدودیتونه لګولي دي او د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښه‌والي ته د زمینې برابرولو لپاره يې د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په فراه کې پر زر جریبه ځمکه ستر ټرانسپورټي تمځای جوړېږي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.

Published

on

د فراه ولایت په ختیځ کې پر زر جریبه ځمکې د مسافرو او باروړونکو موټرو لپاره د یوه ستر او معیاري تمځای د جوړولو چارې پیل شوې، چې د لومړي پړاو لګښت یې ۱۲۷ میلیون افغانۍ ښودل شوی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې، دا تمځای د تېلو زېرمه، مسافرخونه، دوکانونه، اداري ودانۍ، جومات او شنه سیمه هم لري.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیق‌الله عابد د پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي، چې فراه د سیمه‌ییزو لارو یو مهم مرکز دی او د دې تمځای جوړېدل به د ټرانسپورټي خدمتونو د ښه‌والي او اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه تمځای د فراه هوايي ډګر ختیځ لوري کرجي سیمې ته نږدې جوړېږي، چې ۳۰۰ جریبه ځمکه یې د مسافرو موټرو او ۷۰۰ جریبه یې د باروړونکو موټرو لپاره ځانګړې شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117