سوداگري

د پاکستان د خنجراب له لارې د چین او افغانستان ترانزیتي سوداګري پیل شوه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۸, ۱۴۰۲)

د چین لومړنۍ سوداګریزه ټولګه د پاکستان د ګلګت بلتستان د اړوند سیمې د خنجراب له لارې افغانستان ته راولېږدول شوه.

د دوشنبې پر ورځ د ګلګت بلتستان په سیمه کې د پاکستانيو چارواکو له لوري له دې لارې څخه د ترانزیتي سوداګرۍ د پرانیستلو مراسم ترسره شول.  

اسوشیتید پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د سرحدی ګمرکونو کاري ټولنې مشر ضیاالحق سرحدی ویلي، چې دا کار به نه یوازې پر سیمه ییزه کچه د سوداګرۍ حجم زیات کړی، بلکې د ګمرکونو توسیه، د مالونو د لېږد رالېږد او سوداګرۍ په برخه کې به د خلکو لپاره د کار ډېر فرصتونه هم برابر کړي.

د خنجراب له پولې سوداګري د نړیوال ترانسپورت کنوانسیون له مخې ترسره کیږي.

لومړنۍ سوداګریزه ټولګه د چین له کاشغره رالېږدول شوې او له خنجرابه وروسته به پاکستان او بیا د افغانستان له لارې کابل ته ورسېږي.

د پاکستان د سرحدي ګمرکونو کاري ټولنې مشر ویلي، چې دغه ترانزیتي لار به د تګ راتګ وخت ۷۰ سلنه او لوژستیکي لګښتونه تر ۳۰ سلنې راټیټ کړي.

ضیاءالحق سرحدي، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر هم دی ویلي، چې د ورېښمو له لارې افغانستان ته د سوداګریزو ټولګو لېږد به د چین او پاکستان د اړیکو د اقتصادي دهلیز د پروژې د ژر پلي کېدو لپاره هم ګټور وي.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې له دې لارې به لومړنۍ ټولګه وچه میوه چین ته ولېږدول شي.

د دې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې ویلي، د ګلګت بلتستان ضلعې عمومي منشي محی الدین واني ویلي، د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د پولې پورې غاړې سوداګرۍ ته د ودې ورکولو لپاره دا یو تاریخي ګام دی. له چین څخه افغانستان ته د پاکستان له لارې د مالونو تګ راتګ د تیر د هوکړه لیک له مخې د اقتصادي ودې او سیمه‌ییز ثبات د زیاتولو لپاره د همکارۍ او نوښتونو د وړتیاوو رامنځته کولو یو ښه ثبوت دی.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې له چین څخه به لومړۍ سوداګریزه ټولګه له پاکستان څخه افغانستان ته رادننه شي.

دغه وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه (پخواني تویتر) کې څرګنده کړې، چې د چین له ختیځ کاشغر څخه لومړۍ سوداګریزه ټولګه د خنجراب له لارې پاکستان ته داخله شوې او کابل ته به راورسیږي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، دې لارې د تګ راتګ وخت ۷۰ سلنه او لګښت هم ۳۰ سلنه راټیټ کړی دی.

Trending

Exit mobile version