تازه خبرونه
د پاکستان د سند صوبې له زندانونو ۳۶ افغان بندیان راخوشې شول
(Last Updated On: زمری ۳, ۱۴۰۲)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د پاکستان د سند صوبې له زندانونو ۳۶ بندیان راخوشي شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد تویت کړی، چې دغه کسان پرون (دوشنبه د زمري ٢ ) افغانستان ته راروان شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې تر اوسه د بهرنیو چارو وزارت پر هڅو ۲۴۷۲ افغانان د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان کډوال په پاکستان کې د سفر او د استوګنې د اسنادو د ستونزو له کبله نیول کیږي او په زندانو کې له کړاوه ډکې شپې او ورځې تېروي او تر دې دمه دا هم معلومه نهده، چې دا مهال د پاکستان په زندانونو کې څومره افغانان پراته دي.