تازه خبرونه

د پاکستان د عالمانو پلاوي خپله مشوره له لومړي وزیر سره شریکه کړه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۶, ۱۴۰۱)

د چارشنبې پر ورځ د زمري پر پېنځمه له غرمي مخکې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په ارګ کې د مفتي محمد تقي عثماني پر مشرۍ د پاکستانيو عالمانو له پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د پاکستان د عالمانو شورا مشر مفتي محمد تقي عثماني په افغانستان کې د اسلامي نظام پر حاکميت خوښي څرګنده کړې او وايي، چې افغانستان او پاکستان نه يوازې دوه ګاونډيان دي، بلکې اسلامي هېوادونه هم دي.

د پاکستان د عالمانو د پلاوي غړیو له نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو د ټینګښت او د خلکو د ستونزو د حل په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه شریک کړل.

ملا محمد حسن اخوند د پاکستان د عالمانو شورا له نېکو هيلو او مشورو څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د امريکا د اشغال پر مهال په افغانستان کې ډېرې ورانۍ شوې او بيارغونه او د خلکو د ستونزو اواري به وخت ونيسي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت د پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیچا ته د افغانستان پر ضد د فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

ملا محمد حسن اخوند دا هم ویلي، چې اسلامي امارت سیاسي، اقتصادي او اداري کمیسیونونه جوړ کړي دي، چې کارونه په ښه توګه ترسره کړي او په وار وار یې افغان شخصیتونه او کدرونه هېواد ته راوبلل. هغه زیاته کړې، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د جوړولو لپاره یې ګډې هڅې کوو.

رییس الوزرا په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې اوس عالمان حاکم دي او د ساینس پر ارزښت او اړتیا تر بل هر چا زیات خبر دي او د تعلیم په برخه کې د نور ډېر کار کولو لپاره مشورې او هڅې روانې دي.

Trending

Exit mobile version