تازه خبرونه

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال د دوحې له هوکړې هرکلی وکړ

اسحاق ډار د خبرو اترو په آسانولو کې د قطر او ترکیې له رغنده رول او د دوی له هڅو ستاینه وکړه.

Published

on

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له هغې هوکړې، چې تېره شپه (د شنبې پر شپه د تلې شپږویشتمه) په دوحه کې د هوکړه لیک پر لاسلیکولو پای ته ورسېده؛ د سیمه‌ییزې سولې او امنیت پر لوري د یوه ګام په توګه، هرکلی کړی دی.

اسحاق ډار د خبرو اترو په آسانولو کې د قطر او ترکیې له رغنده رول او د دوی له هڅو ستاینه وکړه.

هغه د ترکیې پر کوربتوب په راتلونکې غونډه کې د رڼې او باوري څارنې د میکانیزم د رامنځته کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

دا هوکړه د سیمه‌ییزې سولې، ثبات او همکارۍ پر لور یو اړین ګام دی او هیله ده، چې بشپړ پلي کول به یې په سیمه کې امنیت او یووالي ته وده ورکړي.

Trending

Exit mobile version