سیمه ییز خبرونه

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو

Published

on

د پاکستانيو رسنیو د راپور له مخې؛ مفتي عبدالشکور سردار خان د اسلام‌آباد له ماریوت نړیوال هوتل څخه د سرې سیمې د وزیرانو اسوګنځي ته پر لار و، چې موټر یې له یوه بل موټر سره ټکر شو.

د اسلام آباد پولیسو په ډاګه کړی، چې له ترافيکي پېښې وروسته د مذهبي چارو وزير مفتي عبدالشکور سردارخان د اسلام‌آباد نږدې روغتون ته ولېږدول شو؛ خو له سختو ټپونو يې ساه ورکړه.

پولیس د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر په یوه پیغام کې د مفتي عبدالشکور پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او دا پېښه یې د حکومت د دیني ټولنې او مخورو لپاره یوه ستره ضایعه یاده کړې ده.

مفتي عبدالشکور سردار خان تېر کال د پاکستان د ائتلافي حکومت له جوړېدو وروسته د جمعیت علمای اسلام ګوند (فضل څانګې) پر استازیتوب د مذهبي چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.

مفتی عبدالشکور تېر کال د اسلامی مذهبونو د نزول د نړیوالې ناستې په بلنه د اسلامي وحدت په شپږدېرشم نړیوال کانفرنس کې د ګډون لپاره ایران ته سفر کړی و.

Trending

Exit mobile version