تازه خبرونه

د پاکستان د هوايي بریدونو ۳۳ ټپیان کابل ته ولېږدول شول

د روغتیایي مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ یاد کسان د هغو ۶۶ سختو ټپیانو یوه برخه ده، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر استوګنیزو سیمو د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې له بریدونو وروسته یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی و.

Published

on

د پکتیا روغتیايي مسوولانو ویلي: د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي بریدونو ۳۳ سخت ټپیان، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو بریدونو پر مهال ټپیان شوي وه؛ د بېړنیو درملنیزو چوپړتیاوو د ترلاسه کولو لپاره د چورلکې پرمټ کابل ته لېږدول شوي دي.

د روغتیایي مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ یاد کسان د هغو ۶۶ سختو ټپیانو یوه برخه ده، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر استوګنیزو سیمو د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې له بریدونو وروسته یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی و.

ټپیان د کابل په یو شمېر دولتي روغتونونو کې بستر شوي او متخصصې روغتیايي ډلې یې درملنه کوي. تر اوسه د نورو سختو ټپیانو د روغتیايي وضعیت او کابل ته د هغوی د احتمالي لېږد په اړه نور جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

دا لېږدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغان چارواکي اوس هم د تېرې شپې د هوايي بریدونو د مرګ‌ او ژوبلې د کچې ارزونه کوي.

اسلامي امارت پاکستان د دغو بریدونو مسوول بولي او وایي، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي؛ شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغو بریدونو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي او د افغانستان یوشمېر پخوانیو چارواکو او نړیوالو څېرو د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د هواري غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version