تازه خبرونه
د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه ملګروملتونو ته شکایت وسپارل شو
هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: “مونږ د دې سرغړونو د سمدستي پلټنې او بندولو، حساب ورکولو، د ځمکني بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور او له نړیوالو قوانینو د بشپړ اطاعت غوښتنه کوو.”
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چارسمبالی(سرپرست) دایمي استازي نصیر احمد فایق ويلي: د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه یې، چې په کې ملکي ځاني زیانونه رامنځته شوي؛ امنیت شورا ته شکایت سپارلی دی.
هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: “مونږ د دې سرغړونو د سمدستي پلټنې او بندولو، حساب ورکولو، د ځمکني بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور او له نړیوالو قوانینو د بشپړ اطاعت غوښتنه کوو.”
هغه له امنیت شورا څخه غوښتنه کړې، چې دا موضوع د یوې جدي نړیوالې مسلې په توګه وڅېړي او پاکستان دې د نړیوالو قوانینو رعایت کولو ته اړ کړي.
د پاکستان پوځي رژیم د شنبې پر شپه په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوایي بریدونه وکړل، چې په کې د ښځو، ماشومانو او ردهکوونکو په ګډون لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.