نړۍ
د پاکستان د پوځ شپږ افسران د چورلکې د سقوط په پېښه کې مړه شول
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې د دوه پیلوتانو په ګډون شپږ پاکستاني پوځيان مړه شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی ایس پي آر) د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ دا چورلکه د بلوچستان هرنایي ته نږدې په خوست سیمه کې رالوېدلې ده.
د پوځ رسنیو څانګې په ډاګه کړې: په الوتکه کې د دوه پیلوتانو په ګډون ټول شپږ کسان مړه شوي دي.
آی ایس پي آر د الوتکې د غورځېدو د علت په اړه جزئیات خپاره کړي ندي؛ خو دا پېښه په بلوچستان کې له ورته پېښې یوه میاشت وروسته رامنځته شوې ده.
د روان کال د اګست پر لومړۍ نېټه د پاکستان د پوځ یوه چورلکه، چې د دوولسم قول اردو د قومندان جنرال سرفراز علي په ګډون شپږ کسان په کې سپاره ول؛ د بلوچستان په لسبیله ولسوالۍ کې یې له هوايي ترافیک د څارنې اړیکه پرې شوه.
یوه ورځ وروسته، د چورلکې ټوټې له موسی کوټ سره نږدې وموندل شوې، چې په چورلکه کې سپاره ټول شپږ کسان مړه شوي وه.