نړۍ

د پاکستان د پوځ نوي مشر د قومندانۍ لښته ترلاسه کړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۹, ۱۴۰۱)

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د سې شنبې پر ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه او د دغه هېواد د پوځ پخواني مشر جنرال عاصم منیر ته یې د شپږ کلونو لپاره د پوځي مشرۍ لښته وسپارله.

پوځ، چې په پاکستان کې پراخ نفوذ لري، په خپله خاوره کې د ځايي او بهرنیو وسلوالو پر وړاندې د جګړې روان ساتل یوه اړتیا بولي.

شنونکيو په ډاګه کړې؛ هغه یوه اړینه ننګونه، چې منیر ورسره مخ دی؛ د تحریک طالبان پاکستان وروستی ګواښ دی.

تي تي پي TTP د دوشنبې پر ورځ خپلو جنګیالیو ته امر وکړ، چې اوربند پای ته ورسوي او په ټول هېواد کې پر پوځ بریدونه بیا پیل کړي.

باجوه د خپلې دورې پر مهال د تي تي پي خلاف د یو لړ عملیاتو منظوري ورکړې وه.

باجوه د دې کال په سر کې له سره د سولې خبرې هم پیل کړې.

TTP د می په میاشت کې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پاکستان له حکومت او پوځي چارواکو سره له خبرو اترو وروسته د نامعلومې مودې لپاره اوربند ته غاړه کیښوده؛ خو د دوشنبې پر ورځ یې د نویو بریدونو له اعلانولو سره اوربند پای ته ورساوه.

دا په داسې حال کې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ستورې ماڼۍ کې د حنا رباني کهر پر مشرۍ له پاکستاني پلاوي سره د بهرنیوچاور د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د دې وزارت د اداري مرستیال په ګډون د رییسانو تر منځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو یوه ناسته ترسره شوې ده.

Trending

Exit mobile version