سوداگري
د پاکستان د ګوادر بندر له لارې د افغانستان د ترانزیټ سوداګرۍ پیلیدل
د یکشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو ترانزیت سودا ګري د پاکستان د ګوادر بندر له لارې افغانستان ته پیل شوه.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي؛ د ګوادر بندر له لارې افغانستان ته پر سوداګریزو توکو د بار لاریو لیږد پیل شو او د راتلونکیو ورځو لپاره هم څو بار وړونکي قطارونه جوړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړې: مونږ د یوه ترانزیتي ښار په توګه د باور د رامنځته کولو لپاره یو بل مهم پړاو ته مخه کړې.
د جیو نیوز د راپور له مخې، افغانستان ته د سوداګریزو توکو لیږدونکې کښتۍ په بندر کې ځای په ځای شوي، چې د ګمرکي مالیاتو له سپارلو وروسته به دغه هېواد ته ولیږل شي.
دغه ۶۰۰ کیلو متره ساحلي لیکه د سوداګرۍ لپاره یو ډېر اړین بندر دی، چې اوس د چین لخوا اداره کیږي. دغه بندر د هند بحر ته لار خلاصوي، چې د پاکستان او چین د ۶۴ میلیارد دالري پروژې یو اقتصادي دهلیز جوړوي.
د دغه اقتصادي دهلیز له لارې چین آفریقا او مینځني ختیځ ته ارزانه لاسرسی مومي او د میلیاردونو ډالرو عاید د تر لاسه کولو لپاره به د نړۍ دوه یم لوی اقتصاد ته د ترانزیت آسانتیاوې هم برابرې کړي او پاکستان ته هم میلیاردونه دالر برابرولی شي.
د جولای پر ۱۳ اسلام آباد د پاکستان – افغانستان د ترانزیت سوداګریز تړون (APTTA) له مخې له افغانستان څخه هند ته د سرحدي صادراتو دغه اړینه لار پرانسته.
تېره میاشت، پاکستان د چمن، تورخم او غلام خان بندرونه افغانستان ته د ترانزیت سوداګرۍ او صادراتو لپاره بیا پرانستل.
