تازه خبرونه

د پاکستان سفیر له څلور میاشتني ځنډ وروسته کابل ته راستون شو

Published

on

په افغانستان کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني پر سفارت له برید څلور میاشتې وروسته کابل ته راستون شوی دی.

نظاماني دان دات کام ته د خپلې پوښتنې په ځواب کې ویلي: هو! ما خپل مسوولیتونه بیا پیل کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې پر نظاماني تېر دسمبر د سفارت په انګړ کې د تګ پر مهال ډزې وشوې، چې په پېښه کې نظاماني ته زیان ونه رسېده؛ خو یو ساتونکی یې سخت ټپي شوی دی.

داعش د دغه برید پړه منلې ده.

Trending

Exit mobile version