سوداگري
د پاکستان سوداګریز پلاوي په کابل کې د مالیې وزارت له چارواکو سره وکتل
پاکستاني پلاوي د سې شنبې پر ورځ د چنګاښ ۲۸ په کابل سرینا هوټل کې د افغانستان اسلامي امارت د مالي چارو له مسوولینو سره د دوه اړخیزو سوداګریزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
که څه هم د دې غونډې پایله معلومه نده؛ خو د اسلامي امارت مسوولین څرګندوي، چې پلاوی به له افغانستان څخه د ډبرو سکرو پر واردولو ډېر تمرکز وکړي او په ترانزیتي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې به د دواړو غاړیو د شته ستونزو د اواري په لټه کې شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، چې پاکستاني پلاوي د افغانستان د مالیې وزارت له چارواکو سره پر تجارتي او ترانزیتي آسانتیاوو او هغو تړونونو، چې نېټه یې پای ته رسیدلې؛ خبرې کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پاکستانی پلاوی هڅه کوي، چې له افغانستان څخه دې هېواد ته د ډبرو سکرو صادرات دوام ومومي او د ترانسپورت ستونزې یې اوارې کړي.
دغه پلاوی د دوشنبې پر ماښام کابل ته راغلی او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له چارواکو سره یې تعارفي ناسته کړې؛ خو په روانه درې اړخیزه ناسته کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو مسایلو خبرې وشي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو ويلي، د ډبرو سکرو پر صادراتو یې ډېر تمرکز کړی او زیاته کړې یې ده، چې د شته ستونزو د اواري لپاره هڅې روانې دي او دواړه هېوادونه به په جوړ شوي چوکاټ کې سوداګریزې اړیکې ولري.
پاکستانی پلاوي په داسې حال کې د ډبرو سکرو په صادراتو کې د آسانتیاوو غوښتنه کوي، چې په نړیوال مارکیټ کې د دې توکو بیه لوړه شوې ده.
دغه راز جيو خبري آژانس د سې شنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې کابل ته د پاکستان د سوداګريز پلاوي له سفر مخکې اسلامي امارت يو ځل بيا د وارداتي ډبرو سکرو بيه لوړه کړې ده.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د برښنا د تولید لپاره د ډبرو سکرو د واردولو اعلان وکړ او ادعا یې وکړه، چې له دې سره به هېواد ته نږدې دوه میلیارد ډالر سپما شي.
هغه ويلي، چې د افغانستان د ډبرو سکرو بيه به د ډالرو پر ځاى پر پاکستانیو کلدارو وي.
جیو راپور ورکړی، چې د لومړي وزیر له اعلان وروسته د افغانستان اسلامي امارت د وارد شوي ډبرو سکرو بیه په هر ټن کې له ۹۰ دالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه.
جیو د افغان رسنیو د راپورونو د ځرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د ډبرو سکرو بیه یو ځل بیا په یوه ټن کې ۸۰ دالره لوړه شوې ده.
جيو د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت د وياند عصمت الله برهان د څرګندونو له مخې خبر ورکړى، چې د ډبرو سکرو نوې بيه به ټن پر ٢٨٠ ډالره وي.
اقتصادي کارپوه عبدالناصر رشتیا ويلي، چې له سیمه ییزو او ګاونډ هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ښه کېدل به هېواد د اقتصادي انسجام پر لوري بوځي او دغه اړیکې به په هېواد کې د پانګوالۍ د ودې او ملاتړ لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې خصوصي سکتور له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات د پام وړ ډېر کړي او په دې وروستیو کې اسلامي امارت هم پر صادرېدونکیو سکرو مالیه اوچته کړې ده.