تازه خبرونه
د پاکستان عبدالولي خان پوهنتون افغان ښځو ته ۵۰ بورسونه ورکوي
د پاکستان د خیبر پښتونخوا عبدالولي خان پوهنتون څرګنده کړې، چې افغان ښځو ته به ۵۰ بورسونه ورکړي.
د دغه پوهنتون د مالي چارو رییسې شایسته ارشاد امریکايي خبري آژانس دی میدیا لاین ته ویلې: راتلونکی کال به د افغان ښځینه محصلینو لپاره نور بورسونه هم برابر کړو. ښځینه محصلین کولی شي د پوهنتون د اوبپاڼې له لارې نوملیکنه وکړي.
د دغه خبری آژانس د راپور له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ په خیبر پښتونخوا صوبه کې عبدالولی خان پوهنتون او خیبر طبی پوهنتونونو چارواکو په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ له مرستیال سره د لیدنې پر مهال د افغان محصلینو د روزنې پرېکړه وکړه.
د خیبر طبي پوهنتون مرستیال ضیاء الحق افغان چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې دا پوهنتون د فزیوتراپي او فارمسي په ګډون په ټولو څانګو کې د افغان محصلینو د داخلې هرکلی کوي او د هغوی د داخلې اسانتیاوې به برابروي.
د دغه پوهنتون ویاند عالمګیر خان ویلي: د دې پرېکړې موخه د جنګ ځپلي افغانستان د روغتیايي ستونزو د اواري لپاره د روزل شویو طبي پرسونل له شتوالي سره مرسته ده.
هغه زیاته کړې: مونږ پرېکړه کړې، چې د عمومي طب او غاښونو طب په ګډون په ټولو ځانګو کې له افغان زدهکوونکیو څخه هم هومره فیس واخلو، چې له پاکستانيو زدهکوونکیو یې اخلو. د لومړي ځل لپاره افغان محصلینو په ځانګړي توګه ښځینه محصلینو ته د داخلې زمینه برابره شوې، چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي. مونږ د داخلې لپاره کومه ونډه نهده ځانګړې کړې. ټول افغان محصلین، چې راځي منل کیږي. زمونږ وړاندیز د ټولو افغان محصلینو لپاره دی، هغه که په پاکستان کې وي او که افغانستان.
عالمګیر خان زیاته کړې: دې ادارې د افغان چارواکو له غوښتنې سره سم دا پرېکړه کړې او پلاوي یې له مونږ سره لیدلي دي. د خوښۍ ځای دی، چې افغان چارواکو په ځانګړي توګه د ښځو د لوړو زدهکړو په برخه کې خپل ملاتړ څرګند کړی. افغان پلاوي د ښځو د ښوونې او روزنې په برخه کې واقعا خوشبینه او مناسب چلند درلود. د افغان چارواکو له غوښتنې سره سم به په کابل کې د خیبر طبي پوهنتون د استازولۍ دفتر جوړ شي او په دې برخه کې یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.