تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو سلګونه افغان بندیان خوشې شول
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د جمعې پر ورځ د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ۲۰۸ افغان وګړي خوشې او خپل هېواد ته راولېږدول شول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد ويلي، په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ پر هلو ځلو د پاکستان د سند ایالت له زندانونو دوه سوه اته افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول.
نوموړي زیاته کړې تر دې دمه د اسلامي امارت له لوري د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څه باندې دوه زره افغانان خوشي شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
ویل کیږي، چې په دغو افغان بندیانو کې ښځې، ماشومان او بوډاګان هم شته دي.
د راپورونو له مخې؛ دغه افغان کډوال د دغه هېواد د سند صوبې په میلر سنتر جیل، حیدرآباد او ځینو نورو زندانونو کې پر لنډمهاله بند محکوم شوي وه.
دا د افغان مهاجرینو شپږمه ډله ده، چې د پاکستان له زندانونو راخوشې او افغانستان ته لیږدول کیږي.
خلک وايي، چې اوس هم ډېر افغانان د پاکستان په زندانونو کې له ناوړه حالت سره مخ او ګڼې ستونزې او ننګونې لري.
دا مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیون افغان کډوال میشت دي، چې ځینې یې د اوسېدو اسناد نهلري او پاکستاني پولیس یې ځوروي او زندانونو ته یې اچوي.
پاکستانيو چارواکو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر پر ۲۹ ویلي، چې د دغه هېواد پولیسو لږ تر لږه ۱۲۰۰ هغه افغان وګړي نیولي، چې په پاکستان کې له ویزې او د اوسېدو له اسنادو پرته اوسیدل.
په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالجبار تخاري ویلي؛ شاوخوا دوه زره بې اسناده افغان کډوال په پاکستان کې بندیان دي او د خوشې کولو هڅې یې روانې دي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د معلوماتو پر بنسټ دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱،۳ میلیون قانوني افغان کډوال میشت دي؛ خو اټکل کېږي، چې له قانوني اسنادو پرته هم سلګونه زره افغان کډوال میشت دي.