تازه خبرونه

د پاکستان لومړي وزیر له اسلامي امارت سره د معنا وړ تعامل غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۳, ۱۴۰۲)

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له اسلامي امارت سره د نورو ګامونو د پورته کولو لپاره د معنا وړ تعامل رامنځته کړي.

شهباز شریف د سې شنبې پر ورځ ( د چنګاښ ۱۳ ) د شانګهای همکاریو ټولنې په ۲۳ سرمشریزه کې، چې د هند پر کوربتوب جوړه شوې؛ د یوې مجازي وینا پر مهال ویلي، چې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه ځان په بن‌بست کې ویني او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د کابل له اړینو مرستو ډډه کوي.

هغه ویلي: په سیمه کې تلپاتې سولې او امنیت ته رسیدل یوه ګډه اندېښنه او د شانګهای همکارۍ ټولنې د ټولو محترمو مشرانو مسوولیت دی. دې ګډ هدف ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې ثبات مهم دی. نړیواله ټولنه دا مهال ځان له افغانستان سره په بن‌بست کې ویني.

د پاکستان لومړي وزیر په ډاګه کړې: د نړیوالې ټولنې هیلې؛ ځکه پوره شوې نه‌دي، چې له افغانستان سره د سخت بشري ناورین او اقتصادي ناورین د مخنیوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اړینې مرستې بندې شوې دي.

هغه زیاته کړې: دا پالیسي بیاکتنې ته اړتیا لري؛ نړیواله ټولنه باید د افغانستان له چارسمبالي حکومت (اسلامي امارت) سره د راتلونکيو ګامونو د پورته کولو لپاره د معنا وړ تعامل خپل کړي.

شهباز شريف ټینګار کړی، چې يو سوله‌ييز او باثباته افغانستان به افغانانو ته ګټه ورسوي، د شانګهای همکارۍ ټولنې د سيمې رښتيني اقتصادي امکانات به پرانيزي او په نړيواله کچه له سولې، امنيت او پرمختګ سره مرسته کوي.

هغه ویلي، چې اسلامي امارت باید ځانګړې هڅې وکړي، چې د هېواد خاوره یې د تروریستي هڅو لپاره ونه‌کارول شي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د ګاونډ هېوادونو د امنیت پر ضد ونه‌کارول شي.

نریندرا مودي زیاته کړې، چې د افغانستان وضعیت د شانګهای همکارۍ ټولنې د ټولو غړیو هېوادونو پر امنیت نېغ اغېز لري.

هغه د شانګهای همکارۍ ټولنې له غړیو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د هوساینې لپاره کار وکړي او له دغه هېواد سره بشري مرستې روانې وساتي.

په دې غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جینپینګ، د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش او د ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان ولسمشرانو ګډون کړی و.

د شانګهای همکاریو ټولنې مشرانو ترهګري او نشه‌یي توکي د خپلو ګډو اندېښنو په توګه یاد کړل او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان خاوره باید په سیمه کې د افراطیت د خپرولو لپاره ونه‌کارول شي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت په ځلونو ټینګار کړی، چې د حکومت جوړښت وروستی نه‌دی او په هغه کې به اصلاحات راولي؛ له افغانستان څخه  ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو ته کوم ګواښ نه‌شته، د امنیت د ټینګښت لپاره ټول هېواد د دفاعي ځواکونو تر کنترول لاندې دی او دغه راز يې د کوکنارو کښت او قاچاق صفر ته را ټیټ کړی دی.

Trending

Exit mobile version