سیمه ییز خبرونه
د پاکستان لومړي وزیر له لوړې سره سم د پیسو له نړیوال صندوق سره د خبرو سپارښتنه وکړه
رویټرز څرګنده کړې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دوشنبې پر ورځ ( د کب څوارلسمه ) د پارلماني ټاکنو له ناڅرګندو پایلو څه نا څه څلور اوونۍ وروسته د دوهیم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
۷۲ کلن شریف د پاکستان د ولسمشرۍ په دفتر کې د لوړې له مراسمو وروسته خپله دنده یوه ورځ وروسته له هغې پیل کړه، چې پارلمان هغه د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ملاتړو استازیو له اعتراضونو سره – سره لومړی وزیر وټاکه.
د لوړې له مراسمو وروسته د هغه لومړۍ ناسته د هغه د مالي پلاوي سره وه.
د لومړي وزیر دفتر د دوشنبې پر ورځ ناوخته څرګنده کړې، چې دوی ته سپارښتنه شوې، چې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سره د تمویل د اسانتیاوو په اړه خبرې پیل کړي. اوسنی تړون د اپریل په میاشت کې پای ته رسیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي: مونږ د هېواد د اقتصاد د ښه کولو لپاره سپارښتنه ترلاسه کړې او دا زمونږ د حکومت لومړیتوب دی.
شهباز شریف، چې شروانۍ نومې کرتۍ یې اغوستې وه د ملکي، نظامي، کارکوونکیو او نورو شخصیتونو ناستې ته په داسې حال کې حاضر شو، چې د لوړې مراسم یې له دولتي تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېدل.
د فبرورۍ اتمې ټاکنې د ګرځند انټرنیټ له بندېدو، نیول کېدو، تاوتریخوالي رامنځته کېدو او د پایلو د ځنډ او درغلیو سره مل وې.
د عمران خان ملاتړیو خپلواکو نوماندانو تر ټولو زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې؛ خو د پاکستان مسلم لیګ نواز (PML-N) او د پاکستان پیپلز پارټۍ (PPP) د ائتلافي حکومت پر جوړولو موافقه وکړه. د مسلم لیګ (ن) مشري د شهباز شریف مشر ورور او درې ځلي لومړی وزیر نواز شریف کوي؛ خو هغه د لومړي وزیر د څوکۍ د نهخپلولو پرېکړه وکړه.
اقتصاد پوهان، پانګوال او بهرني پانګوال اوس د شهباز شریف لهخوا د کابینې په ځانګړي توګه د مالي چارو مهمې برخې له نږدې څاري. د مالیې راتلونکی وزیر به د نړیوال وجهي صندوق سره د څو میلیارد ډالرو تړون د ترلاسه کولو لپاره د سختو خبرو مشري وکړي.
د مسلم لیګ (ن) سرچینو رویټرز ته ویلي: د مالیې پخوانی وزیر اسحاق ډار، چې څلور ځلې د مالیې وزیر و؛ تر ټولو مخکښ نوماند دی. که څه هم د څو نورو نوماندانو په اړه هم جدي غور کیږي.
په دې مراسمو کې د پاکستان غوره شوي لومړي وزیر ته د ولسمشر عارف علوي لهخوا لوړه ورکړ شوه.
ویل شوي، چې په دې مراسمو کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او دیپلوماتانو هم حضور درلود.
د راپورونو له مخې د چین ولسمشر شي جین پینګ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په هغو بهرنیو مشرانو کې دي چې شهباز شریف ته یې د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.
سیمه ییز خبرونه
د ایران په سویلي سیمو کې د چاودنو غږونه واورېدل شول – ایراني رسنۍ
د ایران دولتي ټلویزیون احتمال ښودلی، چې دغه چاودنې ښايي په سټراټیژیک هرمز تنګي کې د ایران له پوځي فعالیتونو سره تړاو ولري.
د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د شنبې پر ماښام د دې هېواد په څو سویلي سیمو او د هرمز تنګي قشم ټاپو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ایران دولتي ټلویزیون احتمال ښودلی، چې دغه چاودنې ښايي په سټراټیژیک هرمز تنګي کې د ایران له پوځي فعالیتونو سره تړاو ولري.
له هغه وخت راپدېخوا، چې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه پیل شوې؛ په دې اوبلاره کې سوداګریزې بېړۍ څو ځله تر بریدونو لاندې راغلي دي.
د راپور له مخې، ایراني چارواکو په دې سیمو کې د توغندیزو بریدونو په اړه څه نهدي ویلي؛ خو نیمه دولتي تسنیم خبري آژانس د یوې سرچینې له قوله ویلي، چې د قشم ټاپو د چاودنو غږونه له توغندیزو بریدونو سره تړاو نهلري.
د ایران سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د یکشنبې پر سهار ویلي، چې دوه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ د هرمز تنګي له یوې« نااجازې لارې» څخه د تېرېدا پر مهال له ماینونو سره د لګېدو له کبله اور اخیستی دی.
اوس هم څرګنده نهده، چې د سپاه پاسداران لهخوا یادې شوې پېښې د ایران په سویلي سیمو کې د اورېدل شویو چاودنو له غږونو سره تړاو لري او که نه.
ایران هغه بېړۍ پر نښه کړي، چې د چارواکو پر وینا؛ د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ له محدودیتونو سرغړونه کوي.
دا هېواد هڅه کوي، پدې تنګي خپل کنټرول ټینګ او پر واشنګټن فشار زیات کړي.
له دې مخکې د شنبې پر ورځ تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی و، چې دوه توغندي پر قشم ټاپو لګېدلي؛ خو د احتمالي زیانونو په اړه یې رسمي معلومات خپاره کړي نهوه.
دا چاودنې له هغې څو ورځې وروسته اورېدل کېږي، چې امریکا پر دغه ټاپو بریدونه وکړل.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې دغه بریدونه محدود ول او د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل پر معنا نهول.
د امریکا پوځ د شنبې پر ماښام ویلي وه؛ ځواکونو یې یوه سوداګریزه بېړۍ له کاره غورځولې، چې غوښتل یې د ایران پر وړاندې د امریکا له سمندري کلابندۍ تېره شي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې د دوی یوې الوتکې د دغې بېړۍ پر شا برخه ډزې کړي او وروسته یې هغه له کاره غورځولې ده.
د سیمې هېوادونه تمه لرله، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د منځمهاله ټاکنو له پای ته رسېدا وروسته پر ایران بریدونه بېرته پیل کړي. نوموړي له دې ټاکنو مخکې پر ایران د بریدونو له بیا پیلولو ډډه کړې وه. ایران هم څو ځله خبرداری ورکړی، چې د نویو بریدونو په صورت کې به د ګاونډ هېوادونو په خاوره کې د امریکا او اسرائیلو پر موخو بریدونه وکړي.
سیمه ییز خبرونه
د سعودي عربستان او سوریې دفاع وزارتونو د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ
دغه تړون ریاض ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د هغه د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی.
د سعودي عربستان او سوریې دفاع وزارتونو د چارشنبې پر ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. دا په داسې حال کې ده، چې د یمن حوثیانو اوس هم پر سعودي عربستان خپل بریدونه روان ساتلي دي.
دغه تړون ریاض ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د هغه د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی.
دا په سعودي عربستان کې له یوې میاشتې څخه په کم وخت کې د دواړو لوریو دوهیمه لیدنه ده.
د دې هوکړهلیک د منځپانګې په اړه نور جزئیات خپاره شوي نهدي.
رویټرز خبري آژانس تېره میاشت راپور ورکړی و، چې سوریه له حوثیانو سره د سعودي عربستان د جګړې له پراخېدا وروسته دې هېواد ته د پوځي مرستې پر برابرولو احتیاطي غور کوي.
یوه سوریایي ډیپلوماټ هغه مهال ویلي وه، چې د پوځي همکارۍ یا د تجربو د تبادلې هر ډول غوښتنه به « یوازې له رسمي لارو او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د تنظیموونکو دوهاړخیزو تړونونو په چوکاټ کې » ترسره کېږي.
سعودي عربستان له حوثیانو سره د جګړې له بیا پیل وروسته د دفاعي او بریدیزو مرستو ترلاسه کولو لپاره له امریکا نیولې د اروپا او منځني ختیځ تر هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده.
سعودي عربستان ته د احمد الشرع د سفر پر مهال دواړو هېوادونو څو نور تړونونه هم لاسلیک کړل. سعودي عربستان له سوریې سره مالي مرستې کوي او د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدا وروسته یې له نړیوالو قدرتونو سره د دمشق د اړیکو په بیا ټینګولو کې مهم رول لوبولی دی.
د سوریې د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د سعودي عربستان پراختیايي صندوق د چارشنبې پر ورځ له دې وزارت سره شپږ تړونونه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې د سوریې د پراختیايي او خدماتي برخو د ملاتړ لپاره د غوره شرایطو لرونکي څه باندې ۴۰۳ میلیون ډالرو پورونه ځانګړي شي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران او امریکا د جګړې د پای ته رسولو خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د منځګړو له لارې پرلهپسې خبرې اترې روانې دي او تهران خپل شرایط او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.
ایران ويلي، د اته میاشتو جګړې د پای ته رسولو لپاره له امریکا سره د منځګړو له لارې اړیکې اوس هم روانې دي؛ خو د قطر پر منځګړیتوب د خبرو اترو وروستی پړاو هم د کومې هوکړې له ترلاسه کولو پرته پای ته رسېدلی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د منځګړو له لارې پرلهپسې خبرې اترې روانې دي او تهران خپل شرایط او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د خبرو اترو دوام د واشنګټن پر سیاسي دریځ پورې تړلی دی.
دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي تائید کړې، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران اووهپړاویزه طرحه اوس هم د خبرو اترو اصلي موضوع ده؛ خو د چټکې پلي کېدا لپاره لنډه شوې ده.
همدارنګه چین او روسیې د پوځي نښتو د بیا پیل په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د کړکېچ د اواري غوښتنه یې کړې ده.
سره له دې، چې د منځګړیتوب هڅې روانې دي، ایراني سرچینې د امریکا لهخوا د بیا برید احتمال هم مطرح کوي؛ خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره هوکړې ته رسېدل شوني دي.
-
نړۍ4 days agoډیموکرات عبدال السید د امریکا د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو
-
نړۍ4 days agoډیموکراټان کانګرس ته بریالي شول؛ ټرمپ له سترې سیاسي ماتې سره مخ شو
-
تازه خبرونه5 days agoد مسکو فارمټ د افغانستان د ستونزې د حل لپاره تر ټولو مهم سیمهییز جوړښت دی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان کړکېچ د منځنۍ او سویلي آسیا د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي
-
تحول4 days agoتحول: په مسکو فرمټ کې د افغانستان د ستونزو پر حل د روسیې ټینګار
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د ډیپلوماسۍ او اسلامي همکاریو ټولنې د هڅو په اړه علمي ناسته تر سره شوه
-
تازه خبرونه4 days agoامریکايي محکمې پاکستان او افغانستان ته د نیول شویو افغانانو د لېږدولو بهیر ودراوه
-
تازه خبرونه7 hours agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
