سیمه ییز خبرونه
د پاکستان لومړي وزیر له لوړې سره سم د پیسو له نړیوال صندوق سره د خبرو سپارښتنه وکړه
رویټرز څرګنده کړې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دوشنبې پر ورځ ( د کب څوارلسمه ) د پارلماني ټاکنو له ناڅرګندو پایلو څه نا څه څلور اوونۍ وروسته د دوهیم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
۷۲ کلن شریف د پاکستان د ولسمشرۍ په دفتر کې د لوړې له مراسمو وروسته خپله دنده یوه ورځ وروسته له هغې پیل کړه، چې پارلمان هغه د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ملاتړو استازیو له اعتراضونو سره – سره لومړی وزیر وټاکه.
د لوړې له مراسمو وروسته د هغه لومړۍ ناسته د هغه د مالي پلاوي سره وه.
د لومړي وزیر دفتر د دوشنبې پر ورځ ناوخته څرګنده کړې، چې دوی ته سپارښتنه شوې، چې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سره د تمویل د اسانتیاوو په اړه خبرې پیل کړي. اوسنی تړون د اپریل په میاشت کې پای ته رسیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي: مونږ د هېواد د اقتصاد د ښه کولو لپاره سپارښتنه ترلاسه کړې او دا زمونږ د حکومت لومړیتوب دی.
شهباز شریف، چې شروانۍ نومې کرتۍ یې اغوستې وه د ملکي، نظامي، کارکوونکیو او نورو شخصیتونو ناستې ته په داسې حال کې حاضر شو، چې د لوړې مراسم یې له دولتي تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېدل.
د فبرورۍ اتمې ټاکنې د ګرځند انټرنیټ له بندېدو، نیول کېدو، تاوتریخوالي رامنځته کېدو او د پایلو د ځنډ او درغلیو سره مل وې.
د عمران خان ملاتړیو خپلواکو نوماندانو تر ټولو زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې؛ خو د پاکستان مسلم لیګ نواز (PML-N) او د پاکستان پیپلز پارټۍ (PPP) د ائتلافي حکومت پر جوړولو موافقه وکړه. د مسلم لیګ (ن) مشري د شهباز شریف مشر ورور او درې ځلي لومړی وزیر نواز شریف کوي؛ خو هغه د لومړي وزیر د څوکۍ د نهخپلولو پرېکړه وکړه.
اقتصاد پوهان، پانګوال او بهرني پانګوال اوس د شهباز شریف لهخوا د کابینې په ځانګړي توګه د مالي چارو مهمې برخې له نږدې څاري. د مالیې راتلونکی وزیر به د نړیوال وجهي صندوق سره د څو میلیارد ډالرو تړون د ترلاسه کولو لپاره د سختو خبرو مشري وکړي.
د مسلم لیګ (ن) سرچینو رویټرز ته ویلي: د مالیې پخوانی وزیر اسحاق ډار، چې څلور ځلې د مالیې وزیر و؛ تر ټولو مخکښ نوماند دی. که څه هم د څو نورو نوماندانو په اړه هم جدي غور کیږي.
په دې مراسمو کې د پاکستان غوره شوي لومړي وزیر ته د ولسمشر عارف علوي لهخوا لوړه ورکړ شوه.
ویل شوي، چې په دې مراسمو کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او دیپلوماتانو هم حضور درلود.
د راپورونو له مخې د چین ولسمشر شي جین پینګ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په هغو بهرنیو مشرانو کې دي چې شهباز شریف ته یې د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.