تازه خبرونه
د پاکستان لوی درستیز پر اووه ورځني سفر امریکا ته تللی
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه له متقاعد کېدو مخکې امریکا ته د خپل سفر پر مهال له لوړپوړیو دفاعي، استخباراتي او سياسي چارواکو سره کتلي او د افغانستان په اړه یې هم خبرې کړې دي.
له ترهګرۍ سره مبارزه، د سیمې امنیت په ځانګړي توګه افغانستان او د دواړو حکمتونو دفاعي همکاري د ده د سفر د اجنډا سرټکي دي.
قمر جاوید باجوه، چې تېره جمعه امريکا ته رسېدلی؛ تر دې دمه يې د دفاع وزير لويد آستن، د ملي امنيت سلاکار جيک سليوان، د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن، د ملي استخباراتو له رييس ارویل هينس او د سي آی اې له مشر ويليم برنز سره ليدلي دي.
په پاکستان کې د امریکا سفیر دونالد بلوم څرګنده کړې: پاکستان له امریکا سره د همکارۍ ډېر امکانات لري؛ دواړه هېوادونه کولی شي د سوداګرۍ او تکنالوژۍ په برخو کې ښې همکارۍ ولري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ودې زمینه شته، نو زه ډېر خوشبین یم.
له تېراګست راپدیخوا په کابل کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې له برید وروسته د اسلامي امارت لوړپوړیو سیاسي او پوځي چارواکو په ډاګه کړه، چې د امریکا بې پیلوته الوتکې له پاکستان څخه افغانستان ته ننوتي دي.
هغه مهال پاکستان رد کړه؛ خو تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي څرګنده کړه؛ کره شواهد لري، چې ښيي پاکستان له خپل فضايي حریم څخه افغانستان ته د امریکا د بې پیلوته الوتکو د ننوتو په معامله کې تجارت کړی او میلیونونه دالر تر لاسه کوي.
په هند کې د پاکستان پخواني سفیر عبدالباسط ویلي: دا ممکنه ده، چې امریکا د افغانستان او سیمې بدلونونو ته په پاملرنه یو ځل بیا پاکستان ته مخه کړې او غواړي د ګډې همکارۍ لپاره نوې تګلارې غوره کړي. زه فکر کړم، چې دواړه خواوې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي؛ خو دواړه لوري به هڅه وکړي، چې لاسته راوړنې ولري. د همکارۍ په صورت کې دواړه لوري هڅې کوې، چې ګټې یې خوندې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې تائید کړې، چې واشنګتن به پاکستان ته لسګونه F-16 جنګي الوتکې ورکړي.
پاکستان ادعا کوي، چې یو شمېر ترهګرې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان، داعش او القاعده په افغانستان کې فعالې دي او د دوی امنیت او ثبات ګواښي. دا هغه څه دي، چې د اسلامي امارت لخوا په کلکه رد شوي دي.
د اسلام آباد د پالیسۍ د څېړنیز انستیتیوت اجرائیوي رییس حسین ندیم وایي: پاکستان امریکا ته له امنیت ورکولو پرته بل څه نلري. هغه څه، چې امریکا یې له پاکستان څخه تمه لري؛ د ترهګرۍ په برخه کې همکاري ده. پاکستان اوس هم د امریکا لپاره یو مهم حکومت دی او د هغو لس حکومتونو په ډله کې دی، چې امریکا ورته اړتیا لري. مونږ د ۲۲۰ میلیون ځوان نفوس له لرلو سره د امریکا لپاره خورا مهم خلک یوو، چې ځواکمنه وړتیا او په سیمه کې د یوې ګټورې پالیسۍ نظامي ځواک لرو او پاکستان کولی شي له دې دریځ څخه ښه ګټه پورته کړي.
پاکستانی سناتور مشاهد حسین څرګندوي: کله، چې امریکا د پاکستان همکارۍ ته اړتیا ولري؛ نو اسلام آباد ته مخ اړوي، خو کله، چې دا اړتیا پوره شي بیا پاکستان هیروي. مونږ په افغانستان کې له امریکا سره په بېلابېلو پړاوونو کې همکارۍ وکړې او په وروستۍ برخه کې مو د امریکا د ستراتیژیکو شتمنیو د ایستلو په عملیاتو کې له امریکا سره همکاري وکړه؛ خو یوه تشه مننه یې هم ونکړه. امریکايي چارواکي په ښکاره وايي، چې له پاکستان سره پراخې اړیکې نه غواړي، بلکې له دې هېواد سره یوازې د خپلو موخو لپاره اړیکې پالي.
قمرجاوید باجوه په داسې حال کې امریکا ته تللی، چې د لوی درستیز په توګه یې ماموریت د نومبر په میاشت کې پای ته رسيږي.عاصم منير، ساحر شمشاد مرزا، اظهر عباس، نعمان محمود، فيض حميد او محمد عامر په هغو کسانو کې دي، چې ښايي یو یې د پاکستان د پوځ مشري پر غاړه واخلي.
