تازه خبرونه

د پاکستان پخوانی سفیر له افغانستان سره د سټراټیژیکې هوکړې او خبرو غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان په یوه تازه مرکه کې ویلي، پاکستان باید د افغانستان پر همکارۍ (د دواړو لوریو) امنیتي اندېښنو ته د رسېدنې لپاره ګډې هڅې وکړي.

Published

on

 

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان له اسلام‌آباده غوښتي، چې له کابل سره په خپله تګلاره کې له پوځي چلند او زور کارولو ډډه وکړي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې بېرته پرانیزي او له افغانستان سره د امنیتي ننګونو د اواري لپاره سټراټیژیکه هوکړه وکړي.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان په یوه تازه مرکه کې ویلي، پاکستان باید د افغانستان پر همکارۍ (د دواړو لوریو) امنیتي اندېښنو ته د رسېدنې لپاره ګډې هڅې وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د امنیتي ستونزو د اواري لپاره د پوځي لارې پر ځای خبرې او ګډه همکاري اغېزمنه لاره ده.

د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات (د دواړو لوریو) ترمنځ د تګ راتګ د لارو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د ستونزو د اواري لپاره باید د فشار او زور پر ځای د خبرو او هوکړې لاره غوره شي.

منصور احمد خان زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره پوځي تګلاره حل‌لاره نه ده او د تحریک طالبان پاکستان( ټي‌ټي‌پي) او بلوڅو د آزادۍ پوځ (بي‌ال‌ای) موضوعات د رغنده خبرو له لارې حل کېدی شي.

منصور احمد خان ویلي:« زما پر اند پوځي تګلاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو حل‌لاره نه ده. افغانستان په هغه کچه پاکستان ته ګواښ نه‌دی، چې پاکستان دې پوځي تګلاره وکاروي. د ټي‌ټي‌پي او بي‌ال‌ای موضوع د رغنده خبرو له لارې حل کېدی شي. که څه هم ستونزې شته، خو د خبرو له لارې د حل وړ دي.»

نوموړي وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د استخباراتي چارو ګډ میکانیزم جوړ شي، چې د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه وڅارل شي او اړوند معلومات د دواړو لوریو پر همغږۍ وړاندې شي.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم له خپل پرتګالي سیال سره په لیدنه کې له افغانستان سره اختلاف د خبرو له لارې پر سوله‌ییز حل ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي:« ما یو ځل بیا د سوله‌ییزو خبرو او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوند پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ د دغې شخړې د حل لپاره د پاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ. همدارنګه مې ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره باید د هیڅ هېواد، په ځانګړې بڼه د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه‌کارول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو څو ځله د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د کارولو ادعاوې رد کړې او له اسلام‌‌آباد څخه یې غوښتي، چې خپلې امنیتي اندېښنې دې د تورونو پر ځای له کابل سره د مخامخ خبرو له لارې وړاندې کړي.

افغان شنونکي هم وایي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ کړکېچونه پوځي حل‌لاره نه‌لري؛ دواړه لوري باید د متقابلو تورونو د دوام پر ځای د اختلاف د حل لپاره خبرو او همکاریو ته مخه کړي.

Trending

Exit mobile version