تازه خبرونه
د پاکستان پر سفارت برید کوونکي به عدالت ته راکاږل شي – متقي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خپل پاکستاني سیال بلاول بوتو زرداري ته تیلیفوني ډاډ ورکړی، چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د پروني برید عاملین به د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
پولیسو ویلي، چې ډزې له یوې ودانۍ شوي او یو شکمن کس نیول شوی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د دغه برید د غندلو تر ځنګ، بلاول بوتو زرداري ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د سفارت امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د پیوستون او خواخوږۍ له کبله مننه کړې او ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د پاکستان د دیپلوماتیک پرسونل خوندیتوب او ساتنه خورا اړینه ده. افغان حکومت باید د ترهګرو مخه ونیسي؛ ځکه، چې هغو غواړي د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابې کړي.
زرداري همدا راز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان پر ټینګې ژمنې ټینګار وکړ او څرګندوي، چې پاکستان به د دغه ډول بزدلانه بریدونو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ له کابله د سفارت د تړلو یا د دیپلوماتانو د ایستلو کوم پلان نلري.