Connect with us

لوبی

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې جوړښت اعلان شو

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۱۶, ۱۴۰۲

د افغانستان کرکت بورد د یکشنبې پر ورځ ( د زمري ۱۵) له پاکستان سره د یو ورځنیو لوبو د لړۍ لپاره د هېواد کرکت ملي لوبډلې ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې ټاکل شوې دغه سیالۍ د اګست له ۲۲ تر ۲۶ په سریلانکا کې ترسره شي.

چټک توپ اچوونکی محمد سلیم ساپی او وفادار مومند، چې د بنګله دېش پر وړاندې په وروستیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې لوبېدلي وه؛ هم د پاکستان پر وړاندې په لوبډله کې راغلي دي.

د بنګله دیش خلاف سیریز کې غیر حاضر بالر نور احمد هم د پاکستان خلاف په لوبډله کې شامل شوی دی.

د افغانستان کرکت بورد د غوراوي کمیتې مشر اسدالله خان ویلي: زمونږ ټول تمرکز د آسیا جام او ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د دوه راتلونکیو سترو سیالیو لپاره د لوبډلې چمتو کول دي. د پاکستان پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لړۍ به مونږ ته د راتلونکیو دوه سیالیو لپاره د لوبډلې چمتو کولو لپاره ښه فرصت برابر کړي.

هغه زياته کړې، چې د پاکستان پر وړاندې د سياليو د لړۍ لپاره د لوبډلې چمتووالى ښه روان دى او لوبډله به يې د سياليو له پيل مخکې يوه اوونۍ په روزنیز پړاو کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې جوړښت:

حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر) رحمان الله ګربز، اکرام علي‌خېل، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب‌الله ځدراڼ، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، نور احمد، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، عبدالرحمن، محمد سلیم ساپی او وفادار مومند.

احتیاطي لوبغاړي فرید احمد ملک او شاهدالله کمال دي.​

لوبی

افغانستان د کرکټ په آسیايي شورا کې د څوکۍ لرلو حق ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، دغه پرېکړه د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف پر وړاندیز وشوه، چې د آسیايي کرکټ شورا د غړو له پراخ ملاتړ او تائید سره مخ شوه.

Published

on

افغانستان د آسیايي کرکټ شورا«ای‌سي‌سي» په وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه کې د دې شورا د مشرتابه په بهیر کې د څوکۍ لرلو او د آسیايي کچې د مهمو سیالیو د کوربتوب حق ترلاسه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، دغه پرېکړه د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف پر وړاندیز وشوه، چې د آسیايي کرکټ شورا د غړو له پراخ ملاتړ او تائید سره مخ شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د دې څوکۍ ترلاسه کول په آسیا کې د افغانستان پر کرکټ د زیات شوي باور او اعتبار څرګندونه کوي او هېواد ته زمینه برابروي، چې د آسیایي کرکټ د پرېکړو په بهیر کې نور هم اغېزمن حضور ولري.

دې ادارې زیاته کړې؛ افغانستان به په راتلونکي کې د آسیايي کرکټ شورا د مهمو سیالیو په کوربتوب کې هم مهم رول ولوبوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د آسیايي کرکټ شورا له غړیو څخه د دوی د باور او ملاتړ له کبله مننه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان او آسیا کې د کرکټ د پراختیا او پیاوړتیا لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.

د آسیايي کرکټ شورا وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه پرون د تایلینډ په پلازمېنه بانکوک کې جوړه شوه، چې د غړیو هېوادونو د کرکټ ادارو عمومي او اجرائیوي مشرانو په کې ګډون کړی و.

Continue Reading

لوبی

آباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله

آباسین ډیفنډرز په پایلوبه کې، چې نن(جمعه) ترسره شوه، کابل زلمي ته د ۶۳ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو د دې پړاو اتلولي یې خپله کړه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱, ۱۴۰۵

آباسین ډیفنډرز لوبډلې د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ په څلورم پړاو لوبو کې کابل زلمي ته ماتې ورکړه او د دغې سیالۍ اتلولي یې وګټله.

آباسین ډیفنډرز په پایلوبه کې، چې نن(جمعه) ترسره شوه، کابل زلمي ته د ۶۳ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو د دې پړاو اتلولي یې خپله کړه.

آباسین ډیفنډرز د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه او په ۲۰آورونو کې یې د اووه لوبغاړو پر سوځېدو ۲۱۳ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۴ منډو هدف وټاکه.

کابل زلمي د دغه هدف په تعقیب کې مقاومت ونه‌شو کړی او په ۱۷.۲آورونو کې یې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې او له ماتې سره مخ شو.

د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ څلورم پړاو د اګست پر لسمه، چې د شنبې ورځ وه؛ د کابل په ایوبي کرکټ لوبغالي کې پیل شوی و او نن د آباسین ډیفنډرز پر اتلولۍ پای ته ورسېد.

په دې پړاو کې شپږ لوبډلو؛ پامیر سټارز، شمشاد ایګلز، کابل زلمي، سپین‌غر وارییرز، آباسین ډیفنډرز او بندامیر د اتلولۍ لپاره سیالۍ وکړې.

دغو سیالیو کورنیو لوبغاړو ته زمینه برابره کړه، چې پر لوړه کچه لوبې وکړي او خپل استعدادونه او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.

د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو ټولې سیالۍ د آریانا ټلوېزیون له لارې خپرې شوې او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کرکټ مینه‌والو وکتلې.

آریانا ټلوېزیون له دې مخکې هم د کابل کرکټ غوره لیګ لومړي، دوه‌یم او درېیم پړاوونه تولید او خپاره کړي او ژمن دی، چې د افغانستان د سپورټ مینه‌والو ته د غوره سپورټي سیالیو پوښښ وړاندې کړي.

Continue Reading

لوبی

دروېش رسولي د آسیايي لوبو لپاره د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې لوبډلمشر شو

رسولي له دې مخکې هم یو ځل د افغانستان لوبډلمشري کړې ده. هغه د قطر پر وړاندې په یوه شل‌آوریزه نړیواله لوبه کې لوبډلمشر و او د ۶۶ منډو پر جوړولو یې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه .

Published

on

افغانستان د جاپان په آیچي ـ ناګویا کې د ۲۰۲۶ز.کال آسیايي لوبو لپاره خپله ۱۵کسیزه کرکټ لوبډله اعلان کړې، چې دروېش رسولي یې لوبډلمشر ټاکل شوی دی. د دې لوبډلې په جوړښت کې یو شمېر ځوانو او مخ پر ودې لوبغاړو ته هم د نړیوال کرکټ په ډګر کې د لوبېدا فرصت ورکړ شوی دی.

رسولي له دې مخکې هم یو ځل د افغانستان لوبډلمشري کړې ده. هغه د قطر پر وړاندې په یوه شل‌آوریزه نړیواله لوبه کې لوبډلمشر و او د ۶۶ منډو پر جوړولو یې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه .

نوي لوبډلمشر ۳۳ نړیوالې لوبې ترسره کړې دي. په داسې حال کې، چې کریم جنت او نجیب‌الله ځدراڼ ۸۰ او ۱۹۹ نړیوالې لوبې ترسره کړې دي. ننګیال خروټی په لوبډله کې یوازنی بل لوبغاړی دی، چې له ۱۰ ډېرې نړیوالې لوبې یې ترسره کړې دي.

تمه ده خروټی د ښي‌لاس توپ‌اچوونکي عرب‌ګل مومند ترڅنګ د سپین توپ اچونې مشري وکړي. فرمان‌الله، عبدالله احمدزی او فریدون داوودزی د چټکې توپ‌اچونې د برخې لوبغاړي دي. هر اړخیز لوبغاړي عصمت عالم او کریم جنت هم د توپ اچونې وړتیا لري.

یو شمېر لوبغاړو ته په شپږیزه کرکټ لیګ کې د ښې لوبې له کبله د افغانستان په لوبډله کې ځای ورکړ شوی دی.

محمد اکرم، چې په تېره شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې دوه‌یم تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی و؛ د دوامدارې ښې لوبې له کبله په لوبډله کې شامل شوی دی. خالد تڼیوال هم د لوړې منډه‌وهنې کچې له کبله غوره شوی دی.

عصمت عالم په دې سیالیو کې له غوره لوبغاړو څخه و. هغه د سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، ۲۹۴ منډې یې د ۱۶۸ منډو پر کچه جوړې کړې او نهه ویکټې یې هم واخیستې. د هغه د توپ‌اچونې اوسط ۱۶.۷۷ و. نوموړي تر دې مخکې د افغانستان لپاره دوه ټسټ لوبې هم ترسره کړې دي.

فیصل شینوزاده هم په لوبډله کې شامل شوی، چې د فبرورۍ په میاشت کې یې د ۱۹ کلنو لوبغاړو د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د هند پر وړاندې سلیزه ووهله. حسن عیسی‌خېل، چې د افغانستان د پخواني ستوري محمد نبي زوی دی؛ هم په لوبډله کې شامل شوی دی.

د آسیايي لوبو د کرکټ سیالۍ به د سپټمبر له څلیریشتمې څخه د اوکټوبر تر درېیمې پورې په جاپان کې ترسره شي.

د افغانستان لوبډله: دروېش رسولي(لوبډلمشر)، محمد اسحاق(ویکټ‌ساتونکی)، محمد اکرم، حسن عیسی‌خېل، خالد تڼیوال، عمران میر، فیصل شینوزاده، نجیب‌الله ځدراڼ، فرمان‌الله، عصمت عالم، کریم جنت، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!