Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د پاکستان په مرکزي سیمه کې د هوايي ځواک پر یوې اډې ګډ وسلوال برید ترسره شوی

خپور شوی

د

د پاکستان پوځ منلې، چې ۹ وسله‌والو د شنبې پر ورځ د پاکستان په مرکزي سیمه میانوالي کې د هوايي ځواک پر روزنیز مرکز برید وکړ او درې بېکاره الوتکې یې ویجاړې کړې؛ خو ټول برید کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول.

د پوځ د اعلامیې له مخې؛ درې وسله‌وال اډې ته له ننوتو مخکې وژل شوي او پاتې نور د چاڼیزو عملیاتو له پیلېدو مخکې کلابند شول.

په خبرپاڼه کې د امنیتي ځواکونو د مرګ و ژوبلې په اړه څه نغوته شوې نه‌ده.

رویترز راپور ورکړی، چې د شنبې سهارني برید هغه مهال د ځایي اوسیدونکیو تر مینځ وېره رامنځته کړه، د سهار چوپتیا د ټوپکو پر ډزو مات شوه.

د میانوالې اوسیدونکی ذیشان نیازي رویترز ته ویلي: زه سهار شاوخوا درې بجې د درندو ډزو له اورېدو وروسته له خوبه راپاڅیدم، چې د سهار تر ۷ بجو روانې وې.

د پاکستان پوځ څرګنده کړې؛ د پاکستان د ميانوالې هوايي ځواک پر روزنيز مرکز په بريد کې نهه وسله‌وال وژل شوي دي.

له دې مخکې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په برید کې شپږ وسله‌وال وژل شوي دي.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي؛ د پاکستان هوايي ځواک کومې فعالې اثاثې ته زیان نه‌دی رسېدلی. په داسې حال کې، چې یوازې درې غیر فعالې او بې‌کاره الوتکې، چې مخکې له مخکې غیر فعالل وې، په برید کې زیانمنې شوې دي.

له دې مخکې دغه بنسټ ویلي وه، چې په دغه برید کې د تېلو یو ټانکر هم زیانمن شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: د ځواکونو د چټک او ګټور ځواب په پایله کې (برید) شنډ شو او د پرسونل او شتمنیو امنیت خوندي شوی دی.

تحريک جهاد پاکستان د خپل وياند له‌خوا خبريالانو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د بريد مسووليت منلی دی.

تحریک جهاد پاکستان یوازې سږ کال مخې ته راغی او د دې ډلې په اړه ډېر لږ معلومات شته.

دغې ډلې د جولای پر میاشت د بلوچستان ایالت د سویل لویدیځ په یوه پوځي مرکز کې د ۱۲ سرتېرو د وژلو په ګډون څو لوی بریدونه کړي دي.

سیمه ییز خبرونه

پر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران او امریکا خبرې بیا له خنډ سره مخ شوې

دغه بریدونه د عمان په خلیج، هرمز تنګي ته څېرمه او سره سمندرګي کې ترسره شوي دي. دا دواړه د نړۍ د تېلو د لېږد مهمې لارې دي.

Published

on

امریکا او حوثیانو د سې‌شنبې پر ورځ پر بېلابېلو بېړیو له بریدونو خبر ورکړی؛ هغه بریدونه، چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې د اختلافونو له زیاتېدا سره هم‌مهاله شوي او ژر هوکړې ته د رسېدو هیلې یې کمزورې کړې دي. تهران هم خبرداری ورکړی، چې تر هغې به هرمز تنګی نه‌پرانیستل کیږي، چې امریکا د ایران شرطونه ونه‌مني.

دغه بریدونه د عمان په خلیج، هرمز تنګي ته څېرمه او سره سمندرګي کې ترسره شوي دي. دا دواړه د نړۍ د تېلو د لېږد مهمې لارې دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د جګړې له دوام سره د تېلو بیې لوړې شوي او د ونډو بازارونه ټیټ دي.

د برنټ تېلو بیه ۱.۴ سلنه لوړه شوې او هر بېرل ۸۸.۹۱ ډالرو ته رسېدلې؛ د امریکا د اومه تېلو بیه هم ۱.۳ سلنه لوړه شوې او پر ۸۳.۲۰ ډالرو معامله شوې ده.

د سره سمندرګي په سویلي برخه کې د یمن ټرانسپورټ وزارت ویلي، په باب‌المندب تنګي کې پر یوې کوچنۍ باروړونکې بېړۍ د حوثیانو په شکمن برید کې د بېړۍ څلور کارکوونکي وژل شوي دي. د یمن ساحلي ساتونکو هم ویلي، چې په دې پېښه کې د حوثیانو د مخالفې یوې پوځي ډلې دوه مرستندویان وژل شوي دي.

د حوثیانو اړوند«صبا» خبري آژانس ویلي؛ دې ډلې په باب‌المندب کې پر یوې سعودي بېړۍ، چې پوځي تجهیزات یې لېږدول، برید کړی دی. سعودي عربستان تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دغه راز د امریکا پوځ ویلي، د دغه هېواد د سمندري ځواکونو یوې چورلکې د پاناما بیرغ لرونکې یوې باروړونکې بېړۍ د لارښوونې سیسټم د له کاره اچولو لپاره دوه توغندي توغولي دي.

د امریکا د څرګندونو له مخې، دې بېړۍ د درېدلو او د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې د مراعاتولو خبرداری له پامه غورځولی و.

هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي – تهران

د ایران یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي محسن رضايي د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، تر هغې به هرمز تنګی نه‌پرانیستل کیږي، چې امریکا د تهران شرطونه ونه‌مني.

هغه د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول او په سیمه کې د لبنان او غزې په ګډون د جګړو پای ته رسول د ایران له شرطونو څخه بللي دي.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران څخه د تېرو ۵۰ کلونو په جګړو، بریدونو او لاریونونو کې وژل شويو ته د غرامت غوښتنه وکړه.

ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، امریکا د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او خبرداری یې ورکړ، چې که ایران نور اقدامات وکړي؛ امریکا کولی شي سخت ځواب ورکړي.

هرمز تنګی د جګړې له پیل مخکې د نړۍ د تېلو او مایع ګاز شاوخوا پېنځمه برخه لېږدوله او د دې تنګي تړل کېدل کولی شي د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو اغېز وکړي.

د فبرورۍ له اته‌ویشتمې څخه، چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه پیل شول؛ په دغو نښتو کې زرګونه کسان وژل شوي دي. ایران هم د سیمې په څو هېوادونو کې د امریکا پر موخو او بېخبناوو بریدونه کړي دي.

ویل کیږي، چې د ایران د سپاه پاسداران د قومندان سلاکار محمدرضا نقدي ویلي، دغه ځواک د «دښمن په خاوره» کې د عملیاتو لپاره خپلې وړتیاوې زیاتوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

بشارالاسد پر اعدام محکوم شو

د سوریې انتقالي حکومت یو محکمې، د بشار الاسد د مور د تره زوی عاطف نجیب هم پر اعدام محکوم کړ.

Published

on

په سوریه کې یوې محکمې له دې هېواده وتلی پخوانی ولسمشر بشارالاسد د ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې پر «جنګي جرمونو» او « بشریت ضد جرمونو» تورن کړی دی؛ په دې جګړه کې شاوخوا نیم میلیون کسان وژل شوي دي.

د سوریې انتقالي حکومت یو محکمې، د بشار الاسد د مور د تره زوی عاطف نجیب هم پر اعدام محکوم کړ.

نوموړی د سوریې په سویل کې د درعا ولایت د لاریونونو د ځپلو مشري کولو پر تور تورن شوی دی؛ هغه ځپنه وه، چې په دې هېواد کې د پاڅون او وروسته د کورنۍ جګړې د پیل لامل شوه.

نجیب په سختو امنیتي تدابیرو کې، چې د زندان جامې یې پر تن وې؛ په قفس کې ولاړ و او قاضي پرېکړه ولوستله.

بشار الاسد او ورور یې ماهر له هغې وروسته، چې وسله‌والو مخالفانو د ۲۰۲۴ز.کال په ډسمبر کې دمشق ته ننوتل؛ روسیې ته وتښتېدل.

نجیب وروسته ونیول شو او د پخواني حکومت له هغو لوړپوړو چارواکو څخه شو، چې محاکمه شوي دي. هغه په ۲۰۱۱ز.کال کې د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال د سوریې د پوځ جنرال او په درعا ولایت کې د سیاسي امنیت د برخې مشر و.

د بشار الاسد پر ضد د اعدام حکم د سوریې د انتقالي حکومت له لوري لومړنی حکم دی، چې سږ کال یې د پخواني حکومت د چارواکو محاکمه، په حضوري او غیابي ډول پیل کړې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران د هرمز تنګي د پرانیستې لپاره امریکا ته خپل شرطونه وړاندې کړل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي په اړه هوکړه وروستۍ مرحلې ته رسېدلې؛ خو ایران به د بېړیو تګ راتګ هغه وخت بېرته عادي کړي، چې امریکا د جګړې د زیانونو جبران، د بندیزونو پای ته رسول او د پوځي ګواښونو درول ومني.

Published

on

ایران ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د نویو لارو په اړه هوکړه وروستیو پړاوونو ته رسېدلې؛ خو ټینګار کوي، چې د تنګي د بېرته پرانیستو لپاره باید امریکا تهران ته د غرامت ورکولو، د بندیزونو پای ته رسولو او د پوځي ګواښونو درولو غوښتنې ومني.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي په اړه هوکړه وروستۍ مرحلې ته رسېدلې؛ خو ایران به د بېړیو تګ راتګ هغه وخت بېرته عادي کړي، چې امریکا د جګړې د زیانونو جبران، د بندیزونو پای ته رسول او د پوځي ګواښونو درول ومني.

عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ ویلي، له عمان سره هوکړه وروستۍ شوې؛ خو ایران به تر هغې دا اوبلاره بیاځلې خلاصه نکړي، چې امریکا د تهران شرطونه ونه‌مني

د عراقچي د څرګندونو له مخې؛ په دې هوکړه کې به د بېړیو د تګ راتګ لپاره نوې لارې ځانګړې شي، چې د امریکا له‌خوا د تهران د غوښتنو له منلو وروسته وکاریږي.

عراقچي ویلي، ایران او امریکا اوس‌مهال مستقیمې خبرې نهلري او تهران به تر هغې له واشنګټن سره مستقیمې خبرې پیل نه‌کړي، چې امریکا د جون لنډمهاله هوکړه نقضوي؛ خو د منځګړو له لارې د دواړو لوریو ترمنځ پیغامونه تبادله کېږي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محمد باقر ذوالقدر هم ویلي، د ایران غوښتنې د امریکا له‌خوا د نورو ګواښونو او د ایران پر وړاندې د بریدونو درول، د ایران د متحدانو پر وړاندې د یرغل پای ته رسول، په خلیج کې د امریکا د سمندري محاصرې ختمول، پر ایران د بندیزونو لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول دي.

د یوه امریکايي چارواکي د څرګندونو له مخې، د ایران او عمان هوکړه کولی شي د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ د بېرته پیل زمینه برابره کړي.

دې چارواکي زیاته کړې؛ امریکا به هغه مهال د ایران پر بندرونو سمندري محاصره لرې کړي، چې د سوداګریزو بېړیو د بې‌خنډه تګ راتګ د بېرته پیلېدا هوکړه اعلان او ایران خپلې ژمنې عملي کړي.

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد اړینه سمندري لار ده.

ایران له هغې وروسته دغه تنګی وتاړه، چې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې خپل غبرګون وښیي.

دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې کړکېچونه روان دي؛ د یمن حوثیانو، چې د ایران متحدان بلل کېږي په سره بحیره کې پر بېړیو خپل بریدونه زیات کړي دي. دغه راز حوثیانو ویلي: سعودي عربستان، چې پر یمن محاصره لګولې د هغې په غبرګون کې یې د سعودي عربستان پر وړاندې د سرې بحیرې محاصره اعلان کړې؛ خو ریاض دا ادعا رد کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117