Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د عربستان پر کوربتوب د سلامي هېوادونو استازیو په غزه کې د جګړې درولو غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

د شنبې پر ورځ ( د لړم ۲۰ ) د عربستان پر کوربتوب د اسلامي هېوادونو مشرانو په غزه کې د پوځي عملیاتو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه او د اسرائیلو له‌خوا یې د فلسطینیانو روانه وژنه رد کړه.

په ریاض کې د عرب لیګ او د اسلامي همکاریو سازمان سرمشریزې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي، چې په فلسطین کې د اسرائیلو له خوا ترسره شوي جنګي جرمونه او د بشریت ضد جنایتونه وڅېړي.

سعودي عربستان په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر امریکا او اسرائیلو د فشار راوستلو په لټه کې دی او ولیعهد محمد بن سلمان د دې پیغام د پیاوړتیا لپاره عربي او نور مسلمان مشران راټول کړي دي.

د ریاض په سرمشریزه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د سوریې ولسمشر بشار الاسد په ګډون ، چې سږ کال له عرب لیګ څخه راستون شوی، د نړۍ لسګونه مشرانو کړی و.

ولیعهد محمد بن سلمان په فلسطین کې د مسلمانانو پر وړاندې وحشیانه جګړه وغندله.

نوموړي په سرمشریزه کې د وینا پر مهال ویلي: مونږ له یوه داسې بشري ناورین سره مخ یوو، چې امنیت شورا او نړیواله ټولنه له نړیوالو قوانیو څخه د اسرائیلو په ښکاره سرغړونه کې پاتې راغلي او روانه جګړه پای ته رسولی نه‌شي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویل؛ فلسطینیان د نسل وژنې له جګړې سره مخ دی او له امریکا یې وغوښتل، چې د اسرائیلو یرغل پای ته ورسوي.

رییسي د اسرائیلو پر ضد د فلسطیني وسله‌والې ډلې حماس له جګړې هرکلی وکړ او پر اسلامي هېوادونو یې غږ وکړ، چې د اسرائیلو پر ضد د تېلو او توکو بندیزونه ولګوي.

رییسي په خپلو خبرو کې ویلي: له اسرائیلو سره له مقاومت پرته بله لاره نه‌شته. مونږ د حماس لاس د اسرائیلو پر وړاندې د مقاومت لپاره ښکلوو.

حماس د تلې پر ۱۵ / د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو د خپل برید له پیل راپدیخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژلي دي.

له هغه وخت راپدیخوا اسرائیلو پر غزې خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې د فلسطیني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د جمعې تر ورځې پورې ۱۱۰۷۸ کسان وژل شوي، چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

فلسطیني چارواکو اعلان کړی، چې د غزې په ښار کې له مصروفو روغتونونو سره نږدې د جمعې له شپې څخه تر شنبې پورې نښتې زیاتې شوې دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د غزې په تر ټولو لوی روغتون کې یو ماشوم د برښنا د پرې کیدو له کبله مړ شوی او د جدي پاملرنې یو ناروغ د اسرائیلو په ډزو کې وژل شوی دی.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ جګړې د منځني ختیځ دودیز اتحادونه ګډوډ کړي دي؛ ځکه، چې ریاض له ایران سره ډېر نږدې اړیکې لري، د حماس د غندلو لپاره د امریکا فشارونه یې رد کړي او د رویترز د څرګندونو له مخې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو پلانونه یې ځنډولي دي.

سعودي عربستان ته د رییسي سفر په څه د پاسه یوه لسیزه کې د ایراني مشر لومړنی سفر دی. تهران او ریاض د مارچ په میاشت کې د چین پر منځګړیتوب د یوې معاملې له مخې په رسمي توګه د کلونو دښمني پای ته ورسوله.

اردوغان د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د شخړې د دايمي حل د موندلو لپاره د سولې د نړيوال کنفرانس غوښتنه وکړه.

اردوغان په دې غونډه كې ويلي: مونږ په غزه كې څو ساعتونو وقفې ته نه، بلكې دايمي اوربند ته اړتيا لرو.

د قطر امیر ویلي: هېواد یې، چې د حماس څو مشران په کې مېشت دي؛ د اسرائیلي یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره د منځګړیتوب غوښتونکی دی او هیله لري، چې ژر تر ژره بشري اوربند وشي.

هغه وپوښتل: تر کومه وخته به نړیواله ټولنه داسې عمل کوي، چې په کې اسرائیل له نړیوالو قوانینو  پورته وي؟!

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو ویلي: د غزې په شمالي برخه کې د اندونیزیا روغتون د اسرائیلو د بریدونو هدف دی او پوره وسوځېده.

هغه دې ته په نغوته کې ویلي، چې اسرائیل باید سمدستي د اوربند لپاره د یوې لارې په اړه فکر وکړي. نوموړي زیاته کړې: د اسلامي همکاریو ټولنه باید له ټولو جبهو څخه کار واخلي، چې اسرائیل د ترسره شویو بشري جنایتونو حساب ورکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان خبریالانو ته ویلي، چې د غزې د راتلونکي په اړه له سمدستي اوربند پرته خبرې نه‌شي کېدی.

په دې غونډه کې د غزې د محاصرې د پای ته رسولو، بشري مرستو ته د لاسرسي او پر اسرائیلو د وسلو د خرڅلاو د بندولو غوښتنه هم وشوه.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې هېواد یې د شنبې او یکشنبې پر ورځو د اسلامي همکاریو ټولنې او عرب لیګ د دوه ځانګړیو غونډو کوربه‌توب کاوه؛ خو د غزې د غیر معمولي وضعیت له کبله یې د ګډې غونډې د ترسره کولو پرېکړه وکړه.

حماس له دغې غونډې غوښتي، چې یوه تاریخي او قاطع پرېکړه وکړي او د صهیونیستي یرغل د سمدستي د بندولو لپاره اقدام وکړي.

د غونډې دوه برخوالو رویترز خبري آژانس ته ویلي، چې د الجزایر پر مشرۍ ځینو عربي هېوادونو له اسرائیلو سره د دیپلوماتیکو اړیکو د بشپړ پرې کېدو غوښتنه کړې ده.

دوی ویلي؛ نور عرب هېوادونه، چې له اسرائیلو سره یې دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي دي؛ له دې کار سره مخالفت کوي او د نتانیاهو له حکومت سره د اړیکو د پرانستلو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په تل‌ابیب کې یو خبري کنفرانس ته پر عربي مشرانو غږ وکړ، چې د حماس پر وړاندې ودریږي.

نتانیاهو ویلي: دا د غزې تړانګې ته یوازې دوه شیان راوړي؛  غربت او وینه. حماس د ایران پر مشرۍ د ترهګرۍ د محور نه بېلېدونکې برخه ده او د ترهګرۍ او نفرت دغه محور ټوله نړۍ او ټوله عربي نړۍ له خطر سره مخ کوي.

سیمه ییز خبرونه

امریکا د ایران له وسلو برابروونکو سره د تړاو له کبله ۱۳ کسان او بنسټونه تحریم کړل

د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.

Published

on

د امریکا حکومت د سې‌شنبې پر ورځ د ۱۳ هغو کسانو او بنسټونو پر وړاندې د نویو بندیزونو اعلان کړی، چې ایران ته د وسلو او اړینو پرزو په برابرولو کې ښکېل ول.

د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.

دا بندیزونه د ډونالډ ترمپ د ادارې د هغې هڅې په لړ کې لګېدلي، چې پر ایران اقتصادي فشار زیات کړي او دې هېواد ته د وسلو د برابرولو بهیر محدود کړي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، واشنګټن به د هغو کسانو پر نښه کول او منزوي کول روان وساتي، چې د ایران د پوځي اړتیاوو په برابرولو کې مرسته کوي. د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي، د دغو بندیزونو موخه د ایران د وسلو د پروګرامونو د بیا رغولو وړتیا کمول او د وسلو له برابرولو سره د همکارۍ لګښت زیاتول دي.

په هغو اشخاصو او ادارو کې، چې بندیزونه پرې لګول شوي؛ د ایران د دفاع وزارت او په بیجینګ کې د وسله والو ځواکونو د ملاتړ استازی، په ایران کې د کاوشکام آسیا د څېړنې او پراختیا ګروپ، په هانګ کانګ کې د ای سي موجو ټکنالوژۍ استازی او همدارنګه په پاکستان کې د دفاعي شرکت کیویلیر ګروپ رییس واصف پاشا تجمل شامل دي.

همدارنګه د “A.S. Yakovlev” پر نوم د الوتکو ډیزاین دفتر او د روسیې د بار وړلو شرکت “MG-Flot LLC”، د ایران هوايي شرکت “Saha Airlines” او څو نور اشخاص او ادارې د امریکا د بندیزونو په نوي نوملړ کې شامل شوي دي.

د مشورتي شرکت اوبسیډین ریسک اډوائزرز رییس بریټ ایرکسن ویلي، چې دا اقدام ممکن په هرمز تنګي کې د توغندیو او ډرونونو کارولو لپاره د ایران پر وړتیا محدود اغېز ولري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل

د رویټرز د راپور له مخې، د احتمالي راتلونکو خبرو تمرکز به د ایران پر اووه ورځني تعدیل شوي وړاندیز وي؛ هغه طرحه، چې تهران تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وړاندې کړې وه.

Published

on

امریکايي او ایراني چارواکو د دوشنبې پر ورځ د اووه میاشتني جنګ د پای ته رسولو لپاره د نویو هڅو په لړ کې له منځګړو سره بېل بېل غږېدلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د احتمالي راتلونکو خبرو تمرکز به د ایران پر اووه ورځني تعدیل شوي وړاندیز وي؛ هغه طرحه، چې تهران تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وړاندې کړې وه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران د اوربند او په هرمزتنګي کې د بېړۍ‌چلونې د لارې د بیا پرانیستلو په اړه د خپلو شرطونو په تړاو د امریکا ځواب ته سترګې پر لار دی.

نوموړي ټینګار کړی، که واشنګټن د سوله‌ییزې حللارې په لټه کې وي؛ ایران خپل وړاندیز وړاندې کړی دی.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تائید کړې، چې امریکايي چارواکو د دوشنبې پر ورځ له منځګړو سره خبرې کړې دي.

ټرمپ له دې مخکې ویلي وه؛ تمه ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې به روانه اوونۍ روانې وي.

د ایران په وړاندیز کې د نښتو درول، د ځینو بندیزونو او د تېلو اړوند محدودیتونو لرې کول، د ایران د شتمنیو ازادول او د هرمز تنګي بیا پرانیستل شامل دي.

تهران ویلي، د دغې اړینې بحري لارې بیا پرانیستل به د شرطونو له پوره کېدا سره تړاو ولري؛ خو د دواړو لوریو دریځونه اوس هم سره توپیر لري او د نویو ډیپلوماټیکو هڅو پایله تر اوسه روښانه نه‌ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هند او نیپال کې د سېلابونو او ځمکښویېدنې له کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شول

هندي چارواکو ويلي، د اوټار پرډېش په ایالت کې ۵۶ کسان مړه شوي، ۴۶ نور ټپیان دي او له زر ډېر کورونه زیانمن شوي دي. مرستندویه ځواکونه په سېلاب‌ځپلیو سیمو کې د ژغورنې او بېړنیو مرستو د وېش پر عملیاتو بوخت دي.

Published

on

د هند او نیپال په ځینو سیمو کې سختو بارانونو او توپانونو سېلابونه او ځمکښویېدنې رامنځته کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شوي دي.

هندي چارواکو ويلي، د اوټار پرډېش په ایالت کې ۵۶ کسان مړه شوي، ۴۶ نور ټپیان دي او له زر ډېر کورونه زیانمن شوي دي. مرستندویه ځواکونه په سېلاب‌ځپلیو سیمو کې د ژغورنې او بېړنیو مرستو د وېش پر عملیاتو بوخت دي.

په نیپال کې هم چارواکو د ۱۴ کسانو د مړینې او د ۱۱ نورو له ورکېدا خبر ورکړی دی.

د دغه هېواد چارواکو له ۷۷ ولسوالیو څخه په ۴۹ ولسوالیو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

د ګنګ، ګنډک، کوسي او باګمټي په ګډون د څو لویو سیندونو د اوبو کچې لوړېدا هم د سېلابونو د پراخېدا اندېښنې زیاتې کړې دي.

د نیپال په ځینو سیمو کې د برښنا لېږدولو مزو او نوري فایبر ته د زیان رسېدا له کبله برښنا او مخابراتي اړیکې هم ګډې وډې شوې دي. همدارنګه، په یوه بله پېښه کې د مانانګ ولسوالۍ د هیملونګ همال د اصلي کمپ تر څېرمه د واورې ښویېدنې له رامنځته کېدا وروسته ۱۰ ځايي کارګر ورک شوي دي.

د هند او نیپال چارواکي د سېلابونو او ځمکښویېدنو له کبله د اوښتو زیانونو د ارزونې او د مرستو رسولو عملیات روان ساتلي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!