سیمه ییز خبرونه

د پاکستان په مرکزي سیمه کې د هوايي ځواک پر یوې اډې ګډ وسلوال برید ترسره شوی

Published

on

د پاکستان پوځ منلې، چې ۹ وسله‌والو د شنبې پر ورځ د پاکستان په مرکزي سیمه میانوالي کې د هوايي ځواک پر روزنیز مرکز برید وکړ او درې بېکاره الوتکې یې ویجاړې کړې؛ خو ټول برید کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول.

د پوځ د اعلامیې له مخې؛ درې وسله‌وال اډې ته له ننوتو مخکې وژل شوي او پاتې نور د چاڼیزو عملیاتو له پیلېدو مخکې کلابند شول.

په خبرپاڼه کې د امنیتي ځواکونو د مرګ و ژوبلې په اړه څه نغوته شوې نه‌ده.

رویترز راپور ورکړی، چې د شنبې سهارني برید هغه مهال د ځایي اوسیدونکیو تر مینځ وېره رامنځته کړه، د سهار چوپتیا د ټوپکو پر ډزو مات شوه.

د میانوالې اوسیدونکی ذیشان نیازي رویترز ته ویلي: زه سهار شاوخوا درې بجې د درندو ډزو له اورېدو وروسته له خوبه راپاڅیدم، چې د سهار تر ۷ بجو روانې وې.

د پاکستان پوځ څرګنده کړې؛ د پاکستان د ميانوالې هوايي ځواک پر روزنيز مرکز په بريد کې نهه وسله‌وال وژل شوي دي.

له دې مخکې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په برید کې شپږ وسله‌وال وژل شوي دي.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي؛ د پاکستان هوايي ځواک کومې فعالې اثاثې ته زیان نه‌دی رسېدلی. په داسې حال کې، چې یوازې درې غیر فعالې او بې‌کاره الوتکې، چې مخکې له مخکې غیر فعالل وې، په برید کې زیانمنې شوې دي.

له دې مخکې دغه بنسټ ویلي وه، چې په دغه برید کې د تېلو یو ټانکر هم زیانمن شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: د ځواکونو د چټک او ګټور ځواب په پایله کې (برید) شنډ شو او د پرسونل او شتمنیو امنیت خوندي شوی دی.

تحريک جهاد پاکستان د خپل وياند له‌خوا خبريالانو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د بريد مسووليت منلی دی.

تحریک جهاد پاکستان یوازې سږ کال مخې ته راغی او د دې ډلې په اړه ډېر لږ معلومات شته.

دغې ډلې د جولای پر میاشت د بلوچستان ایالت د سویل لویدیځ په یوه پوځي مرکز کې د ۱۲ سرتېرو د وژلو په ګډون څو لوی بریدونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version