تازه خبرونه

د پاکستان په پنجاب کې د موټر د چپه کېدو له کبله ۲۷ افغان کډوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

د پاکستان چارواکو څرګنده کړې، چې د پنجاب ایالت د اټک په اړوند سیمه کې د افغان کورنیو یو تریلر ډوله موټر د چپه کېدو له کبله دوه کسان مړه شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

دان ورځپاڼې د اټک پولیسو د ویاند نعیم د څرګندونو له مخې په‌ډاګه کړې؛ دغه تریلر له پېنځه افغان کورنیو سره افغانستان ته پر لاره و، چې دغه پېښه رامنځته شوه.

نوموړي زياته کړې، چې موټر د يوه تاير له چاودېدو وروسته چپه شو.

د اټک د هزاروې پولیسو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ۵۵ کلن سلمان خان او ۶۰ کلنه بي بي ګل مړه شوي؛ مړي او ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.

د څلور ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت له پرېکړې وروسته د افغان کډوالو د ایستلو او شړلو لړۍ چټکه شوې ده.

Trending

Exit mobile version