تازه خبرونه
د پاکستان پوځ د افغان غره ختونکي موندل شوی مړی افغان لوري ته وسپاره
په اسلامآباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د دوشنبې پر ورځ د افغان غره ختونکي علي اکبر سخي مړی، چې یو کال مخکې د پاکستان K2 غره ته د ختلو پر مهال مړ شوی و؛ ترلاسه کړ.
علي اکبرسخي تېر کال د جولای په میاشت کې د نړۍ دوهیم لوړ غر ته د ختلو پر مهال د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شو.
د هغه له مړینې سمدستي وروسته د نوموړي کورنۍ او افغان سفارت د پاکستان له حکومت سره اړیکه ونیوله، چې د مړي په موندلو کې مرسته وکړي؛ خو د خراب موسم او د لوړوالي له کبله د موندلو هڅې ستونزمنې وې.
دا دی له یو کال وروسته د پاکستان پوځ بریالی شو، چې مړی ومومي او سفارت ته یې وسپاري. سفارت هم د افغان غرختونکي علي اکبر سخي مړی د هغه کورنۍ ته وسپاره.
