سیمه ییز خبرونه

د پاکستان یوې محکمې د عمران خان پرضد د فتنې دوسیه لغو کړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۶, ۱۴۰۲)

د پاکستان یوې محکمې د دوشنبې پر ورځ د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د فتنې دوسیه لغوه او د کرکت اتل سیاستوال ته یې، چې د دې میاشتې په پیل کې د فساد پر تور زنداني شوی و، ډاډ ورکړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د عمران خان یو وکیل نعیم پنجوتا په ایکس ټولنیزه شبکه کې څرګنده کړې: د خدای شکر دی، چې د پاکستان یوې محکمې په کوټه ښار کې د یوه وکیل د وژنې په تړاو د عمران خان پر ضد لګېدلي تورونه رد کړل.

عمران خان د جون په میاشت کې پر قتل تورن شوی و او د ۲۰۲۲ ز.کال په اپریل میاشت کې د هغه هېواد په پارلمان کې ترې د باور رای واخیستل شوه او د صدراعظمۍ له څوکۍ څخه د لرې کیدو راپدیخوا هغه له سلو څخه ډېرو قانوني پېښو کې ګرم وپېژندل شو او دا مهال په زندان کې پر درې کاله بند محکوم دی.

د دغه راپور له مخې، د اسلام‌اباد ستره محکمه په پام کې لري؛ نن (دوشنبه) د عمران خان د هغې غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي، چې د خیانت په قضیه کې یې د هغه د محکومیت د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د کرکت پخوانی ستوری و، چې پر سیاستوال بدل شو. د هغه له ګوښه کیدو سره – سره په اپوزیسیون کې لوی شخصیت پاتې شوی. عمران خان د پاکستان اووم پخوانی لومړی وزیر دی، چې نیول کیږي.

Trending

Exit mobile version